کندهار کې ط‌ال‌ب‌ا‌ن‌و له درې زره کورنیو غوښتي، چې خپله سیمه پرېږدي

کندهار کې ط‌ال‌ب‌ا‌ن‌و له درې زره کورنیو غوښتي، چې خپله سیمه پرېږدي


  • 3 کاله دمخه (14/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1150

د کندهار ښار لومړۍ ناحیې اړوند د "زړې‌فرقې" په سیمه کې ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌و له شااوخوا درې زره مېشتو کورنیو څخه غوښتي، چې خپل کورنه پرېږدي او ژر تر ژره له یادې سیمې ووځي.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، چې د فرقې اوسېدونکو نن د کندهار د والي دفتر مخې ته لاریون ترسره کړی او ویلي یې دي، چې په دې سیمه کې یې خپل کورونه په ډېرې سختۍ اباد کړي او په خبره یې، چې اوس ط‌ال‌ب‌ان‌و ورته د کورونو د پرېښودلو ویلي دي. 

لاریون کوونکو زیاته کړې، چې تېره ورځ ط‌ا‌ل‌ب‌ان‌و د لاوډسپیکرونو له لارې درې ورځې وخت ورکړی، چې له دې سیمې څخه ووځي. 

په همدې حال کې ځینې دغه وګړي وايي، چې اوس د کندهار د والي حاجي یوسف وفا له لوري ډاډ ورکړل شوی، چې په خپلو کورونو کې ژوند وکړي او هېڅوک ورته ستونزه نه جوړوي.