اروپايي ټولنه: ط‌ا‌ل‌بانو سره له خبرو پرته بله چاره نه‌لرو

اروپايي ټولنه: ط‌ا‌ل‌بانو سره له خبرو پرته بله چاره نه‌لرو


  • 3 کاله دمخه (15/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1051

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دوی له ط‌ا‌ل‌بانو سره له مذاکراتو پرته بله ممکنه لاره نه‌لري.

هغه دغه‌راز په فرانسه کې اروپایي پارلمان ته په وینا کې ویلي، چې دوی به د بشري حقونو او نورو اړینو مسائلو لپاره له ط‌ا‌لبا‌ن‌و سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

نوموړي دې پارلمان ته په خبرو کې زیاته کړې، چې اروپایي هېوادونه هڅه کوي، ترڅو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور وارزوي او په خبره یې، دوی ته په‌کار ده، چې په دې هېواد کې له ط‌ا‌لبا‌ن‌و سره خبرې هم وکړي، چې بشري حقونه او نړیوال قوانین له پامه ونه‌غورځوي. 

په داسې حال کې، چې ط‌ا‌ل‌ب مشران هم هڅه کوي له نړیوالو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي؛ خو له دوی دغه‌راز غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه ونه‌کړي.