ترکیه: د افغان کډوالو راتک سره د مبارزې ظرفیت نه‌لرو

ترکیه: د افغان کډوالو راتک سره د مبارزې ظرفیت نه‌لرو


  • 3 کاله دمخه (15/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1322

ترکیه وایي، چې دوی نور د افغان کډوالو د څپې ورتګ سره د مبارزې وړتیا نه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان له خپل جرمني سیال فرانګ والټر شټاین مایر سره په ټلیفوني خبرو کې د نورو مسائلو ترڅنګ له افغانستانه د کډوالو ورتګ سره د مبارزې پر نه ظرفیت درلودو غږېدلی دی. 

ښاغلي اردوغان دغه‌راز په جرمني او نورو اروپایي هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان له ګاونډیو سره کار وکړي؛ ترڅو د افغان کډوالو ستونزې ته د حل لاره ومومي.

ترکیې لا دمخه د ط‌الب‌انو له وېرې ترکیې ته د افغان کډوالو د نوې څپې د ورتګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي و، چې دغه هېواد کې نور د افغان کډوالو لپاره ځای نشته.