روسیه: تالېبان باید د نشه يي‌توکو په بندېدو کې کوټلي ګامونه واخلي

روسیه: تالېبان باید د نشه يي‌توکو په بندېدو کې کوټلي ګامونه واخلي


  • 3 کاله دمخه (16/09/2021)
  • عارف سمیر
  • 1194

روسیه وایي، که څه هم ‌ط‌ا‌ل‌بان له نشه‌یي توکو او ترهګرو ډلو سره سخت مخالف دي؛ خو بیا دې هم په دې برخه کې خپل راتلونکي ګامونه ګړندي کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی ط‌ا‌لب‌انو ته کوم ځانګړي شرایط نه‌دي وړاندې کړي او په خبره یې تمه لري ط‌ا‌ل‌بان به په دې برخه کې خپلې مبارزې ته ژمن پاتې شي.

لاوروف دغه‌راز په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه او نړیوال په دې تمه دي، چې ط‌ا‌ل‌بان په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه‌کړي او او همدا راز د نشه‌یي توکو له کښت او قاچاق سره خپل مخالفت ته ژمن پاتې شي. 

ورته مهال نوموړي زیاته کړې، چې ط‌ا‌ل‌بان باید په افغانستان کې هر څه ژر یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي؛ ترڅو یو دغه ډول یو حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب وویلی شي.