پاکستان: افغانستان ته د بشري مرستو لېږد جاري ساتو

پاکستان: افغانستان ته د بشري مرستو لېږد جاري ساتو


  • 3 کاله دمخه (17/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1279

پاکستان وایي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په لېږدولو کې خپلې هڅې او مرستې دوامداره ساتي. 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، شېخ رشید احمد پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر، فليپو ګراندي، سره د کتنې پر مهال ویلي، چې پاکستان افغانانو ته د مرستو رسولو او د بشري بحران د مخنیوي لپاره  افغانستان ته د خوراکي موادو لارۍ استولي.

نوموړي همداراز ویلي، چې واک ته د ط‌ ال بانو په رسېدو سره تازه افغان‌کډوالو پاکستان ته مخه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه هېواد د اقتصادي محدوديتونو په ګډون د ګن شمېر لاملونو له‌مخې نه‌شي کولای د نورو افغان کډوالو کوربتوب وکړي.