امریکا او برېتانیا د افغانستان په اړه غږېږي

امریکا او برېتانیا د افغانستان په اړه غږېږي


  • 3 کاله دمخه (19/09/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1128

د امریکا ولسمشر جوبایډن او دبرېتانیا لومړی وزیر بورېس جانسون روانه اوونۍ لیده کاته لري او افغانستان به د خبرو د اجنډا په سر کې وي. 

د نړیوالو خبري اژانسونو پر اساس، جانسون به په دې کتنه کې د افغانستان د بشري بحران په خاطر پر بایډن فشار راوړي. 

د راپورونو له مخې، جو بایډن د برېتانیا او د ناټو د نورو متحدانو دا غوښتنه رد کړې وه، چې له‌مخې یې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو اېستل وځنډوي. 

دوی دا غوښتنه د دې لپاره کړې وه، چې له افغانستانه هغه بهرنیان او افغانان وایستل شي چې خپل ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ احساسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود له هندي چارواکو سره د افغانستان د وروستیو تحولاتو پر سر د بحث لپاره پر درې ورځني سفر نوي ډهلي ته رسېدلی دی.