ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ځنډ پرته د نجونو د ښوونځيو پرانيستل وغوښتل

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ځنډ پرته د نجونو د ښوونځيو پرانيستل وغوښتل


  • 3 کاله دمخه (19/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1069

د ملګرو ملتونو د ښوونې او کلتور ټولنه يونسکو وایي، په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شي، ګنې دا حالت به د ولس نيمې برخې ته نه جبران کېدونکې پايلې ولري.  

يونسکو داسې مهال دغه غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې يوازې د هلکانو ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي. 

دغه سازمان ويلي، چې که د نجونو ښوونځي بند پاتې شي؛ نو دا به په افغانستان کې د ښځينه وو د زده‌کړې د اساسي حق څخه سرغړونه وي او په وینا یې، چې د افغانستان راتلونکی هم د نجونو او د هلکانو په زده‌کړو پورې اړه لري. 

د ا.ا.ا پوهنې وزارت د جمعې په ورځ په يوې خپرې شوې اعلامیه کې د ښوونځيو او لېسو یوازې نارينه ښوونکو او زدکوونکو څخه غوښتي وو چې بېرته درسونو ته ستانه شي؛ خو د ښځينه ښوونکو او نجونو يادونه په کې نه وه شوې.