د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې میلیونونه افغانان سمدستي خوراکي توکو او درملو ته اړتیا لري.
نوموړي دغهراز ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړېدو تمه لري، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
هغه همداراز د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې دا ټولنه له افغانستان سره پهدې شرط مرستې کوي، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوي وشي.
انتوني ګوترش ويلي، چې د افغانستان راتلونکی روښانه نهدی او په اړه یې وړاندویېنه هم ناشونې ده.
که څه هم د طالبانو سرپرسته کابینه کې نیوکې شته؛ خو طالبان وايي، چې دا کابینه سرپرسته ده او ټولمنلي حکومت جوړولو ته ژمن دي.
په افغانستان کې د بحران له وېرې د نړۍ هېوادونه؛ ځکه اندېښمن دي، چې دې هېوادونو ته به د کډوالو سیلونه ور روان وي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېوادوالو د حقونو پر خوندي کولو ټینګار کړی او اوسنۍ کابینه هم چارسمبالې بولي او د ټولمنلې کابینې د جوړښت ډاډ وړاندې کوي.