په هلمند كې د کزي غونډې، که صغيره او کبيره ګناوې؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ابوبکر
  • 1130

په هلمند کې  د ښاغلي حامد کرزي د کمپاين لومړى مشر ملا  امير محمد اخوندزاده او  غړي يې په ولسي جرګه كې د هلمند استازې نسيمه نيازۍ  ده.
امير محمد اخوند زاده چې ټبر تر ټبره واکداران پاته شوي خو په دي وروستيو کې  د  ځينو چارواکو په ژبه  يو شمېر  بنديزونه پرې  لګېدلي چې د خپل ټاټوبي هلمند زياتو برخو ته   ځکه نه شي تلاى چې ګواکې  په قاچاق او مخدره توکو کې لوى لاس لري.
 د ځينو سر چېنو له مخي د امير محمد پر ورور  او د کرزي پر نږدې  ملګري سناتور  ملا شېر محمد اخوند هم د هلمند او د کابل يو شمېر لوړپوړو چارواكو بنديز لګولى، همدا وجه ده چي  د ټرانسپور ت اوسني وزير په هوايي  دولتي او غير دولتي شر کتونو ته امر کړى چې بايد ملا شير محمد  هلمند ته بونه ځي.
همدا لاملونه دي چې اوازې  په حقيقت بدلې شوې،  ښه  مثال يی د هلمند څپاند  سيند مشاعره ده  ، چې ملا شير محمد د هلمند پخواني والي  ونه شواى كړاى ورته ورشي.
په داسي حا ل کي چې د هلمند سناتوران او د ولسي جر ګي غړي ټول مشاعري ته  تللی  وو.
  د جوزا په ۲۶ نيټه چې کله دکانديدانو کمپاينونه  پيل شول  لومړي دفتر د ښاغلي ولسمشر حامد کرزي  د کمپاين د مشر  ملا امير محمد اخوند زاده و، چې په هلمند كې پرانيستل شو.
لومړۍ غونډه يي د ولايتي شورا په تالار کې ترسره کړله  په داسي حال کي چې  د ښاروالۍ  پوره  امکانات   د غونډي د سمبالښت  لپاره  کارول شوی وو ،  ملا امير محمد چې اوس په هلمند کې په حاجي وزير يادول کيږي د هر ډ‌ول امکاناتو نه کار اخلي  آن په خبريالانو پسې يې اوازه ګډه کړې وه چې ورته يي (۵۰۰۰۰) افغانۍ هم ور کړي، چې د كرزي په ملاتړ د جوړو شويو راپورونو په خپرولو كې ناغېړي ونه كړي، دا هم  د نومړي د کمپاين يوه لويه لاسته راو ړ نه بلل کيږي ، نه يواځي دا تور بلکي  يو شمير ازاد خبر يالان دي  چې  د دغو واکدارانو  نه پوره ويره لري دوي وايي که يي چېري  غونډي ته ور نه شي نو  کيداي شي چې ژوند ته يې ګواښ پېښ شي، که څه هم يو شمير رسني د هرې ور ځې د غونډو خبر شايد خپور نکړي، خو دغه د هلمند سرداران بيا دا نه مني هغه يواځي دا غواړي چې د دوي راپور بايد خپور شي چې يو شمير خبر يالان دې  کار سخت انديښمن کړي.
يو شمير هلمند يان دا اندېښنه هم لري چې ګواکي بيا داسي ونه شي لکه څلور کاله وړاندي چې  د کرزي د  کمپاين   غړې نسيمې نيازۍ چې  په زوره د ښوونځي نجوني ديته اړې كړې چې د دې په ګټه خپلې رايي وکاروي، خلك وايي ښايي دا ځل نسيمه جانه او د هلمند نامتو جنايت سالار امير محمد اخندزاده خلك د كرزي په ملاتړ په زوره غونډو ته وروبولي او په زوره له خلكو وغواړي چې خپلې رايې كرزي ته وركړي.
ملا اميرم محمد اخوند زاده چې  د انتخاباتو خپلواک کميسون  د ولايتي شورا د  کانديداتورۍ له ليست نه يي  نوم  په دي موخه غور ځولي وو چې ګوا کې  دوي پخواني ټوپک سالاران  او په يو شمير بشري  جرمنو ککړ دي  خو  دو ي  اوس هم  نيغ په نيغه د ولسمشر کرزي په څنګ کې  ولاړ دي او  د کار ټوله انرژي يي  د حامد کرزي دبيا ځل کانديداتورۍ  لپاره پر کمپاين  مصرفوي.
که څه هم ملا امير محمد  او مشر ورور يې شيرمحمد  اخوند زاده په دې وروستيو کي د پخوا په شان د خلکو په منځ کي مطرح ندي  او  نه  هم په خپل قوم او  هلمند کي  نفوذ لري، خو دغه په تنه ټيټ او سره ږيره لرونکى ملا امير محمد د هر راز چالو چل څخه کار اخلي،  ښه مثال يي  نږدي لس ورځي وړاندي دهلمند  راډيو ټلويزيون هغه راپور وو چې د ده په ګټه خپور شو  غونډه د نورزو د قوم وه، خو په راپور کي  وويل شو چې د نورزو د قوم د سلګونو مشرانو  غونډه د ملا امير محمد اخوند زاده تر مشرۍ لاندي جوړه شوه، د نورزو د قوم يو تن ځوان  چې نه يي غوښتل نوم يي واخستل شي وويل  امير محمد ته يي د وينا وخت نه و، ورکړي خو د غونډي په منځ کې  دي خپله ولاړ شو او خپلې خبري يي وکړي.
همدارنګه  نسيمه نيازۍ  چې دکمپاين غړي او  د ملا شېر محمد اخندزاده نږدې ملګرې ده، اوس مهال د کزي د ملاتړ غونډو لپاره د اخوندزاده سره اوږه پر اوږه کار کوي، دلته يي هم نښان ندی خطا شوي ځکه چې د هلمنديو ښځو لپاره نسيمه يوه مطرح ښځه ده، مخکي له دي چې پارلمان ته نه وه تللي د نجونو د ليسي مديره وه چې اوس يي  هغه څوکۍ، بلې خور جميلې نيازۍ نيولې ده.
د يو شمير راپورونو پر اساس چې  د سلګونو  ښځو  لومړۍ غونډه  د دوي په خپل دفتر کې تر سره شوله چې راغلو ټولو ښځو ته  د ملا امير محمد اخوند زاده له لوري کالي ور کړل شول.
د ښځو دويمه غونډه  يي د  نجونو په ليسه کي  د تيري دو شنبي په ورځ  جوړه شوي وه  چې  پورته ليکل شوي کرښي ټولې  د همدغه غونډي زيږنده  ده   ويل کيږي چې  په تالار کي نسيمي د ځوانانو سره  د ټوکو ټکالو نه وروسته   راغلي  ميلمانه  د نجونو او ښځو په منځ کي ځاى ور کړ، دلته د نارينه او ښځو تر منځ   داسې  حال پيل و لکه د کابل  ملي بس موټر  چې  مازديګر مهال د خپل تمځي  پر لوري روان وي...
په افغاني وږي ټولنه  او هلمند غوندي مذهبي ولايت کي دا لومړى زيرى  دى چې نسيمې نيازۍ هلمند ته راوړ،  که چېري  دوى دا ځل هم په خپله موخه کي بريالي شول د خلکو په باور چې يوځل به بيا لښکر ګاه په  ( امريکا ى کو چک )  بدله شي.