پاکستان: نړیوال باید د افغانستان کنګل شوې سرمایه خوشې کړي

پاکستان: نړیوال باید د افغانستان کنګل شوې سرمایه خوشې کړي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 889

پاکستان د نړۍ پر ځواکمنو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمني دې خوشې کړي؛ ترڅو د اقتصادي بحران مخه ونیول‌شي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، که د افغانستان شتمني خوشې نه‌شي؛ نو په دې هېواد کې به اقتصادي سقوط د بشري ناورین لامل شي.   

نوموړي د خپلو خبر پر دوام ویلي، چې د شتمنیو کنګل کول د ستونزې حل نه‌دی او نړۍ باید په‌دې پالیسۍ د سره غور وکړي. 

وروسته تر هغه چې تالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، امریکا د افغانستان د مرکزي بانک ۹.۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړله او نړیوالو پور ورکوونکو هم افغانستان ته ټاکل شوې پیسې د دې اندېښنې په موخه ورنکړلې، چې ښایي تالبان به ترې ګټه واخلي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستان د طالبانو په ملاتړ خبرې کوي، بلکې له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې چې په افغانستان کې د تالبانو واکمني وه، د تالبانو ستر ملاتړ کوونکي هېواد و.

بل‌لورته یو شمېر افغانان د پاکستان دا ډول کړنې په افغان چارو کې لاسوهنه بولي او له دغه هېواده غواړي، چې له دې چارې لاس پر سر شي.