د کابل پوهنتون د نوي سرپرست ټاکل کېدو وروسته؛ د کابل پوهنتون وایي، محمد اشرف غیرت د یاد پوهنتون لپاره د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی او شرایطو ته په کتو بدلون پکې راتلی شي.
دې پوهنتون ویلي، د کابل پوهنتون رئیس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د جرمني هیواد د ماربورګ پوهنتون د علمي تحقیقاتو په سلسله کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تلونکی دی؛ نو پر ځای یې ښاغلی غیرت پوهنتون ته د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د کابل پوهنتون نن په یوه اعلامیه کې ویلي: "دغه ګمارنه یواځې د سرپرستۍ بڼه لري، وړتیاوو او شرایطو ته په کتلو پکې بدلون راتللی شي."
د کابل پوهنتون د نوي سرپرست رئیس په توګه د نوموړي ټاکل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را وپارول او کارکوونکیو یې له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.