امام علي رحمان: که تالېبان ټول شموله حکومت جوړ نه کړي سخت زیان به وویني

امام علي رحمان: که تالېبان ټول شموله حکومت جوړ نه کړي سخت زیان به وویني


  • 3 کاله دمخه (24/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1293

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې تالېبانو ته پکار ده، چې ژر تر ژر یو ټول شموله حکومت اعلان کړي.

د نوموړي په خبره افغانستان په حساس وضیعت کې دی او که تالېبان ټول شموله حکومت اعلان نه کړي؛ نو ښایي افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، چې زیان به یې نورې نړۍ ته هم ورسیږي.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې تاجکان د افغانستان د پام وړ برخه نفوس تشکیلوي او باید، چې تاجکان هم په کابینه کې لویه برخه ولري.

که څه هم تالېبانو نږدې میاشت وړاندې خپله کابینه اعلان کړې؛ خو په کور دننه او بهر د خلکو له غبرګونونو سره مخ شوې.

تالېب چارواکي بیا وایي، چې یاده کابینه سرپرسته ده او ژر به داسې حکومت اعلان کړي، چې ټول خلک په کې خپل ځان وویني.