د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي وایي، چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له تالبانو څخه د هوایي بریدونو د ترسره کولو اجازه نهاخلي.
د هغه په خبره، فکر نه کوي چې په راتونکي کې هم د ورته عملیاتو لپاره د کومې ډلې اجازې ته اړتیا ولري.
نوموړي همداراز زیاته کړې، دوی په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ترسره کولو لپاره پوره امکانات په لاس کې لري؛ نو له تالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نلري.
تالبانو لا د امریکا دفاع وزارت دې وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په تېر کې یې ویلي، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ پر ضد عملیات ورته د منلو نه دي.