قریشي: واک ته د تالبانو له رسېدو سره سم ثبات راغلی؛ د کورنۍ جګړې نښې نه لیدل کېږي

قریشي: واک ته د تالبانو له رسېدو سره سم ثبات راغلی؛ د کورنۍ جګړې نښې نه لیدل کېږي


  • 3 کاله دمخه (26/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1229

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د تالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې ثبات ښه شوی دی. 

قریشي پرون ورځ له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، لږ تر لږه تر اوسه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هېڅ نښه نه لیدل کېږي.  

هغه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې له بدلون سره سره، پاکستان خپلو پولو ته د افغان کډوالو د پراخ راتګ شاهد نه و. 

قریشي همداراز خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې انساني او اقتصادي ناورین یو واقعي ګواښ دی.

قریشي دغه‌راز د ملګروملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د ولسمشر غني د استازي له ګډون سره مخالفت اعلان کړ او وې ویل چې د پرځول شوي دولت د استازي وینا ګټه نه لري.

له بلې خوا، شاه محمود قریشي په دغه غونډه کې د تالبانو د سرپرست دولت د استازي د حضور په اړه د تالبانو غوښتنه هم تایید نه کړه او وې ویل چې غړي هېوادونه باید ددغې غوښتنې موجه والي ته په تمه شي.

تالبانو له دې مخکې له ملګروملتونو سازمانه غوښتي و چې اجازه ورکړي سهیل شاهین د تالبانو د سرپرست حکومت په استازیتوب په دغه غونډه کې ګډون وکړي.