دكاناډايي ځواكونو سره دعملياتو يوه خاطره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الهام سمندر
  • 1259

ورځنى كار مي ايله پاى ته رسولى ووخو جامې مي لانه وې بدلي كړې چې ټليفون مې وكړنګېدو او دعاجل تياري راته وويل شول . زه هم په نيمه پوځي بارك كې اوسېدم او سيخ هم هغه وربلل شوي دفتر ته ورننوتم .كاناډايي  پوځيان تيار وو او ماته يې هم دتګ امر وكړ. زه له دوى سره ژباړونكى وم.
په هيلي كوفټركي سپاره شو، له لږ سفره وروسته هيلي كوفټر دكندهار په جنوب لوېديځ كې دپنجوايي ولسوالي په ناخوني كلي كې راكوزه شوه .هلته امنيت لا له وړاندي افغان پوليسو نيولى وو. سيمه سخته محاصره وه او كاناډايي ځواكونو ته دورتګ بلنه وركړل شوه . دكاناډايي ځواكونو ددغې ډلي قوماندان خپلو عسكرو ته وويل چې تاسو نه شئ تلاى . دازما لپاره ډېره دحيرانتيا خبره وه ، قوماندان صاحب ماته امر وكړ چې ورشه وګوره چې په دې كلي كې كوم مشر شته او كنه؟  دكلي له مشره اجازه واخله او ډېر ژر ماته احوال راكړه .
ما افغان امنيتي ساتونكو ته دكاناډايي ځواكونو ددغې ډلي دقوماندان خبره وكړه او دكلي دمشر پوښتنه مي مطرح كړه .يوكس چې ځان يې حاجي خان محمد معريفي كړ وويل چې كلى خبر دى چې كاناډايي ځواكونه راځي تاسو كولاى شئ چې خپل عمليات وكړئ .
ما دكاناډايي ځواكونو قوماندان ته داخبره وكړه او عمليات پيل شول .عمليات كومه جګړه نه وه يوازي دچاودېدونكو توكو يوه لويه زېرمه وه چې خونسا كېدو ته يې كاناډايي ځواكونه ورغوښتي وو. دغه زرګونه كيلو چاودېدونكي توكي كاناډايي ځواكونو خونسا كړل خو دعملياتو داډول زما لپاره په زړه پوري وو.
ما په لومړي ځل له كاناډايي ځواكونو سره په دغو عملياتو كې ونډه واخيسته ، تر دې وړاندي له نوروبهرنيو ځواكونو سره هم په عملياتو تللى وم خو داسي څه مي نه وو ليدلي .
دچاودېدونكو توكو دخونسا كېدو پر مهال په ما كې خبره ټينګه نشوه او له افغان پوليسو نه مي وپوښتل چې دا كاناډايان هركله داسي كوي كه نه نن يې يوازي داسي وكړل ؟
يوه پوليس وخندل او راته ويه ويل :
داداسي حلك دي چې هركله داسي اجازې اخلي او زموږافغانان خو بيا كله هم سمه خبره نه ورته كوي ، دوى چې په طالبانو پسي يوه كلي ته ورشي بيا اول دكلي له مشره اجازه غواړي او بيا نو په طالبانو پسي ګرزي او داعلت دى چې طالبان ورڅخه تښتي .
دعملياتو دپاى ته رسېدو وروسته چې كله دكندهار هوايي ډګر ته راستانه شو نو مي ددغو عملياتو دقوماندان څخه پوښتنه وكړه چې تاسو تل داسي كوئ ؟
هغه وويل :
موږ دافغانانو كلتور ته احترام لرو، موږ پوهېږو چې هغوى په داسي عمل خفه كېږي چې پوځيان يې له اجازې پرته په كورونو يا كليو ورننوځي .
ما اورېدلي وو چې كاناډايان تر نورو نړۍ والو پوځيانو دافغانانو دكلتور خيال ساتي خو داځل مي پخپلو سترګو وليدل .
كه څه هم زه افغان يم او كورنۍ مي له افغانستانه بهر اوسېږي او زه دژباړونكي په توګه له نړۍ والو پوځيانو سره راغلى يم .
يوه ورځ ديوه ځايي ژباړونكي سره دكندهار ښار ته ولاړم رښتيا چې له پوځي لباسه پرته دكندهار ښار ډېر خوند كاوه .يوه هوټل ته دچاى دڅيښلو لپاره ولاړو ډېر منظم او دبهرنيو هيوادونو پر معيار جوړ وو. ځوانان ناست وو چا په كمپيوټر كي كار كاوه او ځينو نورو بيا له يوبل سره خبري كولې . داهم زما لپاره حيرانوونكې وه چې په كندهار ښار كې يو داسي هوټل يارستورانت هم شته چې هلته څوك سيګرټ نه شي څكولى . بحثونه وو خبري كېدې او زما ملګري ..... زه هم خپلو دوستانو ته وروپېژندلم .
درې كسان ناست وو چې يوه يې مور ،پلار او دوه وروڼه دافغانستان دانقلاب په دوران كي له لاسه وركړي وو. ما ته داكس تر نورو هغو ځكه ډېر په زړه پوري وو چې هغه ځورېدلى وو او زړه يې ډك وو ، په ټولو خبرو كې له ورايه رښتيا ښكارېدل . زه هسي هم دلومړيو عملياتو پر مهال له كاناډايي سرتېرو څخه متاثره شوى وم نو له دنه مي هم داوپوښتل چې كاناډايي ځواكونه څرنګه خلك دي؟
دغه كس چې دكندهار دخوجك بابا اوسېدونكى وو او عبدالسلام نومېده زما پوښتني لږ غوندي غلى كړ او بيا يې وروشاني وويل :
كاناډايان ښه خلك دي .
ما ورته وويل ته دافكر مه كوه چې زه كاناډايي يم زه نه كاناډايي يم او نه هم دهغوى جاسوس غواړم ځانته معلومه كړم چې داخلك هم كومه مرسته كوي ؟ خلك ورڅخه خوښ دي كنه ؟ دكندهار له اوسېدونكو سره يې رويه څه ډول ده ؟
 
عبدالسلام وويل :
وروره ! موږ خو له كاناډايانو سره چندان كار نه لرو ، البته وينو يې چې څړكونه جوړوي ، له روغتونونو سره مرسته كوي ، دښوونځي ماشومان هم هڅوي چې ښوونځيو ته ولاړ شي نو ما يې پخپله بد نه دي ليدلي ولي دروغ ووايم . زما په نظر خو دتېرو حكومتونو تر چارواكو او طالبانوډېر ښه دي . په عيدګا دروازه كې  شپږ اوه مياشتي لمخه دغو كاناډايانو زما داكا يو زوى په ډزو پر پښه ټپي كړ . هغه زوى مړي دوى نه ليدل او بياپر موټر سايكل سپور ددوى خواته ورروان ووهغوى هم وويشتى . دغه ټپي يې شفاخانې ته بوت او هلته يې علاج په وكړ او تر علاج وروسته يې يولك افغانۍ هم وركړې . نو داخو ډېر ښه خلك دي .
راشه له مانه وپوښته زما مور پلار او دوه غبرګ وروڼه په تېرو حكومتونو كي شهيدان شوي دي او دغه ډول يې راويشتلي دي پيسې او تاوا ن څه چې زه هم تر اوسه پټ ځيني ګرزم . پرهغوى مسلماانو خودوى ښه دي .
هغه وخت ما ته داسي خكارېدله چې ښايي ټول افغانان دنړۍ والو عسكرو مخالف وي خو اوس پوهېږم چې داسي نه ده . دكندهار داوسېدونكو لويه شمېره دكاناډايي ځواكونو څخه خوشاله ده او كيداى شي په دې باندي خپله كاناډايي ځواكونه هم خبر ونه اوسي .
زما په نظر دكندهار او افغانستان اوسېدونكو ته پكار دي چې دسولي دراتګ لپاره دكاناډايي ځواكونو ملاتړ وكړي او سياسيان او ځيني نور روشنفكران بايد دايساف او ناټو په چوكاټ كې ټول نړۍ وال سرتېري په دې مجبوره كړي چې له افغانانو سره دكاناډايانو په څېر چلند وكړي .