سرګي لاوروف: ګڼ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې تالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي

سرګي لاوروف: ګڼ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې تالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي


  • 3 کاله دمخه (26/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1153

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ګڼ هېوادونه پر دې کار کوي، ترڅو تالب مشران د دوی د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.

نوموړي ویلي، د روسیې، چین، پاکستان او امریکا مشران په خپلو کې په بوخت دي، چې تالبان داسې حکومت جوړولو ته وهڅوي، چې د ټولو استازیتوب وکړای شي.

د هغه په وینا، چې د تالبانو سرپرست حکومت د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي قشرونو استازیتوب نه‌شي کولای؛ نو په‌کار ده چې هر ژر ټول منلی حکومت رامنځ‌ته کړي.

لاوروف زیاته کړې، چې د یادو هېوادونو استازو په وروستیو کې قطر او بیا کابل ته هم سفر وکړ چې هم د تالبانو له استازو او هم له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره وګوري.

باید یاده شي، چې تالبانو خپله سرپرسته کابینه د سېپټمبر پر اوومه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې نه شته او د کابینې پر تشکیل نیوکې هم وشوې. 

تالبان بیا ټینګار کوي، چې دا کابینه سرپرسته ده، چې وروسته به په کې یو لړ ژور بدلونونه راوستل شي او وروسره جوخت به ټولې چارې ګړندۍ شي.