ترکیه: د ط. البانو حکومت ټول‌ګډونه نه دی؛ د کابل هوایي ډګر مسؤولیت نه اخلو

ترکیه: د ط. البانو حکومت ټول‌ګډونه نه دی؛ د کابل هوایي ډګر مسؤولیت نه اخلو


  • 3 کاله دمخه (26/09/2021)
  • خالد سهار
  • 1005

ترکیه وایي، چې ط. البانو په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت نه دی رامنځ‌ته کړی او دغه هېواد به د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت او نورو برخو مسؤولیت پر غاړه ونه مني. 

د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د ط. البان‌و حکومت ټول‌ګډونه نه‌دی او په وینا یې ط. البان نه غواړي، چې یو داسې حکومت رامنځ‌ته کړي، چې ټولې خواوې په‌کې شاملې وي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ط. البانو نه یوازې دا چې یو ټول شموله حکومت نه دی رامنځته کړی، بلکې د انجونو حقونه یې هم پښو لاندې کړې دي.   

د ښاغلي اردوغان په خبره، چې دوی به تر هغه وخت پورې د کابل نړیوال هوایي ډګر په امنیتي او نورو برخو کې خپل مسؤولیت ونه‌مني، چې ترڅو یو پراخ بنسټه حکومت نه وي رامنځ‌ته شوی.

دا څرګندونو داسې مهال دي، چې ط. الب مشران وایي، د دوی کابینه د سرپرستۍ بڼه لري او ډېر ژر به په‌کې نوي بدلونونه راشي. 

خو باور بیا دا دی، چې ط. البانو خپله کابینه ملا شموله اعلان کړې او د ښځو په ګډون د تېر حکومت هېڅ چارواکي ته په‌کې ونډه نه ده ورکړل شوې.

اندېښنې دا دي، چې که چېرته ط. البان ټول منلی حکومت جوړ نه کړي؛ نو ښایي د هېڅ هېواد له لوري رسمیت هم ترلاسه نه کړي.

ط. البان ټینګار کوي، چې دوی د امریکا په ګډون ټول هېوادونو سره ښې دوه اړخیزه اړیکې غواړي؛ خو شرایط یې دا یادوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.