ترهګرې ډلې به د پاکستان اټومي وسلې تر لاسه کړي

ترهګرې ډلې به د پاکستان اټومي وسلې تر لاسه کړي


  • 3 کاله دمخه (28/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1216

د امریکا د مخکیني ولسمشرو ډونالډ ټرمپ سلاکار جان بولټن ABC تلویزیون ته په تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د یوې بلې تباهۍ شونتیا زیاته شوې او دا بدلونونه دې ته لاره هوارولی شي، چې په پایله کې به یې ترهګرې ډلې وکولای شي پاکستان لاندې کړي او هلته شته ۱۵۰ اټومي بمونه او راکټونه تر لاسه کړي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې کومې ترهګرې ډلې به په یاد هېواد کې واک ته رسیږي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کې اوسنی وضیعت د پاکستان په خیر نه دی.

بولټن په داسې حال کې یادې څرګندونې کوې، چې اوس مهال په قبایلي سیمو کې د پاکستاني تالېبانو له لوري بریدونه زیات شوي او پاکستان کې یې د اسلامي دولت راوستلو خبره کړې.

په ورته مهال بیا بلوچ ازادي غوښتونکو هم خپل بریدونه زیات کړي او ټینګار کوي، چې تر خپلې ازادۍ پورې به جهاد ته دوام ورکوي.