چین: امریکا دې په افغانستان کې خپله عادي او نظامي لاسوهنه بنده کړي

چین: امریکا دې په افغانستان کې خپله عادي او نظامي لاسوهنه بنده کړي


  • 3 کاله دمخه (30/09/2021)
  • خالد سهار
  • 1082

د چین بهرنيو چارو وزارت وایي، افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دى، امریکا باید د افغانستان حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی وکړي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې امریکا باید خپل مسؤولیت په غاړه واخلي، عادي او  نظامي لاسوهنه بنده کړي او خپله اراده پر نورو تحميل نه کړي.

دې وزارت ورته مهال پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې باید د افغانانو لاسنیوی وکړي؛ ترڅو خپل راتلونکی په خپل لاس کې واخلي او دغه‌راز له دې هېواد سره دې خپلې مرستې ډېرې کړې، چې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ مخه ونیول شي. 

چین داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې وروستیو کې یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي، چې دوی به د ط. البانو له اجازې پرته پر افغان خاوره د ترهګرۍ ضد بریدونه ترسره کړي. 

باید یاده شي، چې ط.البان هم مني، چې وروستيو کې د امريکا ډرون الوتکې د افغانستان په هوايي حريم ګرځي.

د ط. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند، ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د امريکا دا کار د دوحې له ژمنو سره په ټکر کې ده او د دې سرغړونې بايد اصلاح او مخنيوی یې وشي.