د ط.البانو رئیس الوزرا خپلو ځواکونو ته: د خلکو له شخصي کورونو ووځئ

د ط.البانو رئیس الوزرا خپلو ځواکونو ته: د خلکو له شخصي کورونو ووځئ


  • 3 مياشتي دمخه (01/10/2021)
  • 191

د ط.البانو د حکومت رئیس الوزرا خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې د خلکو له شخصي کورونو ووځي او پوستو ته ستانه شي.

ملا محمد حسـن اخوند له لوري په یو لاسلیک شوي حکم کې راغلي: "هېچا ته اجازه نه شته چې په کابل او مربوطاتو کې د نقلیه وسایطو او وسایلو د پلټنې په پلمه کورونو او شرکتونو ته داخل شي او له هغه ځایه وسایط له ځان سره وباسي."
تر دې مخکې هم ط.الب چارواکو د تلاشۍ په نامه د خلکو کورونو ته د خپلو وسله والو کسانو ننوتل منع اعلان کړي وو، خو له دې سره سره راپورونه وايي، چې ط
البانو د یو شمېر خلکو کورونه د وسلو او دولتي موټرو د موندلو په پلمه تلاشي کړي دي او د ځینو خلکو کورونو څخه د نظامي پوستې ګټنه کوي.