ولسمشر کرزی او داړه ماران يې
کله دې هم خپل ځان په آيېنه کې کتلی دی؟
تر هرڅه له مخکې د ولسمشر اوباما څخه په درناوۍ هيله کېږي چې د پخواني دېکتاتور ولسمشر بوش او د مړويسي رامسفيلډ د منحوسو او پليتو پالېسيو څخه لاس واخلي او د هغه جنګي ماشين ته نور تېری د پای ټکی کښېږدي. له لوی الکساندر نه تر ننه پورې هېچا په دې خاوره کې بری نه دی ترلاسه کړی. هيله ده چې د چنګېزخان و مغلو، د انګرېزانو او د پرونيو روسانو تاريخ ته هم لږ غوندې سر ورښکاره کړي. که په تېرو دريو جنګونو کې برتانيا کوم بری ترلاسه کړی وي، نو نن به يې بيا هم تاسو ترلاسه کړئ. اميد دی چې واقعيت درک کړئ او په واقعيت باندې حساب وکړئ.
او داسې نور هم درواخله.
صوفي شاعر رحمان بابا وايی:
که مولا درسره مل نه وی رحمانه
که تمام جهان درسره مل وي يک تنها يې
ښاغليه ولسمشره!
لږ له خدايه ووېرېږه! دا لېوان، بدمعاشان، سړيخواره، داړه ماران، ټوپکسالاران او د مخدره توکو قاچاقبران له ځانه لېرې کړه.
اووه - اته کاله تېری پوره کېږي چې دا هېواد په تېره پښتانه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په سرو وينو ولمبول شول. کورونه يې وران او در په دره شول. مرو او تباه کېږو به موږ او ګټه به يې نورو ته ځي. هرڅوک خپلې ګټې، موخې او ستراتيژيک اهداف لري چې څنګه د مرکزي اسيا د نفت وګاز او تېلو په زېرمو باندې خېټه واچوي. يو ښامار خو پرې لا له پخوا نه پروت دی او بل ورته اوس د خپلو متحدينو سره داړ چينګی کوي. څه له پاسه يوه پېړۍ مخکې هم زموږ دې ځېنو يارانو وسه کړې وه، خو هاغه وخت يې هم مخه همدلته ډب شوې وه، او ګران هېواد يې د يو حايل دېوال په توګه پرېښووه. ولې يې هغه پرونۍ خبرې په ياد پاتې نه دي چې لا دا ځل په بله نوې بڼه خپل پخواني خوبونه ريښتيا کوي، خو فکر نه کوم چې دا خوب به يې تر کومه ريښتيا شي.
د دې په څنګ کې يې په حقيقت باندې سترګې پټې کړي او هسې بېځايه، بېمفهومه او د وړندو سترګو جنګ يې راباندې راتپلی دی. اصل حقيقت خو دوی ته معلومه دی. زموږ معامله خو جيو-پوليتيک ترڅنګ نور سياسي او تاريخي ابعاد هم لري. ولې په هغه مسايلو خبرې نه کېږي چې اصل مشکل ترېنه ايجاد دی. اوس خو موږ په حقيقت کې د پاکستان ګروګان يو چې ټول ملت يې لر و بر په برمته کې نيولی دی او دوی لا اوس هم سترګې پټوي. دوی خو په حقيقت کې له موږ سره مرسته نه او نه له موږه دفاع کوي، بلکې لا تراوسه د خپلې هغه منحوسې تاسيس شوې ادارې (آی، ايس، آی) او له خپلو غلامانو نه دفاع کوي او د ترورېزم په نامه يې هسې يوه بېمفهومه جګړه راباندې راتپلې ده. دوی غواړي چې نه يوازې موږ، بلکې خپل متحدين (ناټو) هم له حقيقته لېرې وساتي او په ډېر ظلم او ناروا سره زموږ وينو تويولو ته دوام ورکړي. حقيقت به اخر هم مينځته راځي او ښکاره کېږي به.
ولسمشره ته اوس په دې خوشاله يې چې له ما سره اوس دوی (امريکا او متحدينو يې) ومنله چې د ترورېزم مشکل په افغانستان کې نه، بلکې د پولې آخوا ته دی. دوی وړانده نه دي، بلکې ښه بينا دي. ښه په هرڅه له ما او تا ښه پوهېږي، خو سترګې پټوي او خپل ياران نه خفه کوي. اګر چې دا کار ورته د خپلو عسکرو په وژلو او د مرګ په بيه هم تمامېږي، خو بيا هم دوام ورکوي. ته تکړه شه ايله تشې د دروغو اوښکې تويوه او د مکر ژړا کوه. د منځنۍ اسيا د نفت وګاز زېرمې د افغانانو په وينو تويولو، بمبارونې او د هېواد په ورانولو يې نه ترلاسه کېږي، بلکې هله به ترلاسه شي چې د يوې واقعي سولې لپاره کار وشي. د افغانانو د وينو تويولو مخنيوی او هم ورته درناوی وشي او هم پنجابي استعمار ته نور تېری د پای ټکی کېښوول شي.
د شهيد سردار محمد داؤد او د کورنۍ د غړو د قبرونو د لټون امر دې يو ښه کار وو، خو د دې په څنګ کې چې په زرهاوو تنو د ښځو او ماشومانو په شمول چې په وړندو بمباريو کې يې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ هم د هېرولو نه دي. هسې تش په باد خلکو ته د وزارتونو وعدې مه ورکوه. دا څه سپينه ماڼۍ او پنتاګون نه دی چې دومره زيات پرسونل ولري، بلکې ستا د تشو پلمو او وعدو لا امله د وزارتونو شمېر له سپينې ماڼۍ هم اوړي. دا خو لا پرځای پرېږده چې ويل کېږي سپينه ماڼۍ لا يو بل فوق العاده پوسټ د زلمي خليلزاد لپاره هم په نظر کې لري، نو چې داسې ده، نو ستا به څه حيثيت پاته شي؟ سپينه ماڼۍ فکر کوي چې افغانستان به يې يوپنځوسم ايالت شي او په دې کار سره به ټوله دنيا يو ګزوګام کړي. روسانو هم يو وخت داسې پتيېلې وه او افغانستان يې خپل شپاړسم جمهوريت ګڼلی وو. لږه يې اواره خوره. دا افغانستان دی، دلته تل د زبرځواکونو پښې ښوېدلي دي.
ای نااحسانه تا ته خو دې ملت په تېره خپل پښتون ټبر په ډېر اخلاص سره ښځو او سړيو خپله رايه درکړه او په مقابل کې يې تا څه وکړل؟ ته خو د يوې بارسوخه کورنۍ نه يې او دا هسې بېځايه چلتاري او مداريتوب درسره خوند نه کوي، لږ د خپلې کورنۍ او ټبر عزت ته هم خيال وساته. په زرو وعدو کې دې يوه هم پرځای نه کړه. ان تر دې چې په کندهار کې ستا د څو پايلوڅو او بدمعاشانو نه خو هغه معذوره او معيوبه ليکوالان هم په ارامه پاته نه شول او هغه يې هم ووهل او ويې ډبول. ايا انساني او اسلامي اخلاق همدا ايجابوي!
هغه دوستم چې همدا اوس د طالب بنديانو په ټولوژنه، د اکبربای د کور پر حريم وراوښتنه او له دې مخکې په سلهاوو او په زرګونو بشري ضد جرمونو او جناياتو کې ککړ دی. د کابل ښاريان د ده له لاسه په سرو وينو ولړل شول او چوروتالان خو يې خپله پېشه وه. يوځل خو دې له ثابته خلاص او اوس دې لا بيا د لوی درستيز په توګه په تمه کړی او همدارنګه دا نور هم درواخله. خپل پور دې هم کله چا ته پرېښی چې د خلکو پورونه بښې. په نوره نړۍ کې خلک د خلکو پر زړونو حکومت کوي او تا بدمعاشان، جنګسالاران، ټوپکسالاران، د مخدره توکو قاچاقبران او د بشريت ضد جنګونو کې ککړ او ملوث جنايتکاران له ځانه راټول کړي. ښه مافيايي ډله دې جوړه کړې چې دا خو ستا له پخوانۍ ادعا سره هرګز سمون نه خوري. تا خو له يوه سره خپلې ټولې وعدې هېرې کړې. ملت دې هېر کړ او تکيه دې ټوله په داسې خلکو شوه چې هغوی هېڅ محبوبيت په ولس کې نه لري.
شمالي ټلواله خو بې له هغې يوځل ازمايل شوې وه او ازمايل شوي بيا ازمايل يې يوه لويه تېروتنه ده. له دې بېشرمو نه خو مخکې هم هېچا کومه کومه ښادي کړې چې لا اوس به يې ترې بيا ته وکړې. د دشت ليلی وينې به اخر هم رنګ راوړي. دا د الله جل جلاله کارونه دي چې هغه حقايق ښکاره کوي کنه بش دېکتاتور خو هم خپله وسه وکړه چې د دې خلکو دوسيه همداسې بنده او پټه وساتي او هم يې فلمونه له مينځه يوسي. ښاغلي دکتور رستار تره کي ورته په خپله ارزښتناکه ليکنه کې اشاره کړې او ته لا اوس دغه بشري جنايتکار بري الذمه ګڼې او د خلکو وينې هدر بولې.
زموږ روحاني مشر حضرت صاحب لا هم ستا په اړه خوبونه ګوري، خو يو ريښتينی خوب يې لا تراوسه د جنرال دوستم او نورو ډاکوانو په اړه ونه ليده. خپله خو د خوبونو باچا وو او په پېښور کې خو به د خان محمد پلار هره شپه د ده په هکله خوبونه ليدل، خو اوس لکه چې د هغه خوبونه هم ختم شوي دي. حضرت صاحب بايد په دې پوه شي چې دوستم ته د خالد بن وليد په لقب ورکولو به يې د هغه مبارک روح څومره ځورولی وي. د خلکو وينې يې ورته وبښلې او خپلې وينې سروري ته نه بښی او همداسې بې پوښتنې او ګروېږنې پروت دی. په کار خو دا ده چې د هغه دوسيه وڅېړل شي او مساله يې يوې خوا ته شي. ستره محکمه او عدليه هم په دې اړه له عدالته کار نه اخلي.
دا چې اوس ټاکنې راروانې دي او د ولسمشرۍ يوې څوکۍ ته تر ۴۴ پورې کسانو خپل ځانونه کانديد کړي په کار خو دا ده چې لومړی هرڅوک خپل اهليت په ځان کې وويني او بيا ځانته ورته کانديد کړي. په ټوله نړۍ کې د معمول په توګه په هر هېواد کې دوه دوه کانديدان ولاړ وي او که وي هم بيا يو بل ته سره تېرېږي، خو زموږ شمېره لا اوس هم تر دېرشو پورته ده. د شمالي ټلوالې کړنلاره او کړه وړه خو معلومه دي او يوځل نه بلکې په دويم ځل هم وازمايل شوه. او ستا چلتاري، مداريتوب، غوړه مالي او لشميت خو هم ولس ته معلوم شو او ښه زبردسته کاري ډله دې ځانته جوړه کړې چا چې په کلونو کلونو د ملت وينې څښلي او د خلکو په ډله ييزه وژنو، چوروتالان د يو مسلمان د حريم پر وراوښتلو، د مړو په نڅاوو او د خلکو په سرونو کې د مېخونو په ټک وهلو، د زمرودو، آرشيف او د ملي شتمنۍ په چوروتالان او چا چې د کابل ښار په اړه فتوی ورکړې وه چې دا پليت دی او بايد پر وينو پرېمينځل شي او هم دې د مخدره توکو قاچاقبران له ځانه راتاو کړي. دنيا درته چېغې وهي چې داسې خلکو ته بايد په حکومت کې لوړې څوکۍ او مهم کليدي او دولتي پوستونه ورنه کړل شي او تا ټولې دنيا ته ټټر وهلی دی، نو بدمعاشي نور څه شي ته وايې؟
ای معامله ګره! له خدايه ووېرېږه د شهيدانو پر وينو او پر دې خوار وغريب او مظلوم ولس باندې نوره تېری سوداګري او نورې معاملې مه کوه. يا کار اهل کار او ښو خلکو ته وسپاره او يا يو بل سالم، معقول، درست او په کار پوه شخص ته يې پرېږده چې هغه يو درست نظام کړي چې لږ مشروعيت خو ولري. حکومت، دولت او نظام خو يوې په کار پوه او کاري ډلې ته ضرورت لري نه جنګسالارانو، ټوپکسالارانو، بدمعاشانو، کوتربازانو او معامله ګرۍ ته. حيران يم چې زوړ ستمی ملا بدخشی به لا دا پلا درته څه پلمې او بهانې لټوي د چا په دوران کې چې قوميت، ژبپالنې، سمتپالنې او نورو کورنيو شخړو ته لمن ووهل شوه او د چا له لاسه چې د کابل ښار وران وکنډواله او وطن په سرو وينو ولړل شو. د ګران هېواد په تاريخ کې يې يوه توره دوره پرېښووه.
په پای کې د يو ښېرازه، سوکاله او سرلوړي افغانستان په هيله