د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر: د ط. البانو حکومت په رسمیت نه‌پېژنو

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر: د ط. البانو حکومت په رسمیت نه‌پېژنو


  • 3 کاله دمخه (02/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1191

 

د ډنمارک بهرنیو چارو وزیر جیپي کوفود وایي، په افغانستان کې د ط. البانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني او په وینا یې، چې ټول هېوادونه باید د دې مخه ونیسي؛ ترڅو دغه هېواد یو وار بیا د ترهګرو خوندي ځاله نه‌شي.

ښاغلي کوفود یادې څرګندونې پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې کړې دي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې که افغانستان د ترهګرو د بیا رغېدو او پرامن ځای بدل شي، ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي، ځکه خو باید د دې مخه ونیول شي.
باید یاده شي، چې د ط. البانو د حکومت نږدې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دي پېژندلي.
ط. البانو بیا وایي، چې دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او چا ته د زیان رسولو پالیسي نه‌لري؛ خو لا هم هېڅ هېواد خپله لېوالتیا نه څرګنده کړې.