د اوبو او برېښنا وزارت: کمال خان بند کې د برېښنا د تولید دستګاه نصب کېږي

د اوبو او برېښنا وزارت: کمال خان بند کې د برېښنا د تولید دستګاه نصب کېږي


  • 3 کاله دمخه (02/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1156

د ط.البانو د اوبو او برېښنا وزارت وایي، کمال خان بند ته د برېښنا د تولید دستګاه ټول وسايل رسېدلي او ژر به وصل شي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر مولا عبداللطيف منصور له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، چې د دې بند چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
دې وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې چارواکي د شاه و عروس بند کارونو په وړاندې د شته خنډونو په اړه غږېدلي او د ستونزو پر حل ټینګار شوی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د‌کمال خان او شاه عروس بندونو پروژې د دې وزارت د لويو پروژو څخه دي، چې په هېواد کې د اوبو مديريت او انرژۍ تولید په موخه جوړې شوې دي، چې يو اندازه کارونه دبرق توليد وسائلو انسټالیشن او د بند ساحې پاکارۍ په برخه پاتې دي او ډير ژر به تکمیل شي.