د عرفان د ښې لوبې له امله عبدالرحمان صافي لوبډلې بریا تر لاسه کړه.

د عرفان د ښې لوبې له امله عبدالرحمان صافي لوبډلې بریا تر لاسه کړه.


  • 3 اونۍ دمخه (02/10/2021)
  • لعل اغا ابراهیمي
  • 92

په لغمان کې د شپاړلس ثبت شویو کرکټ کلپونو تر منځ د انټرکلب په نوم ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوي، چې د همدغو سیالیو په ۳مه لوبه کې نن عبدالرحمان صافي لوبډلې د ۵۰ منډو په توپیر حمزه ټایګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې عبدالرحمان صافي لوبډلې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف ټاکلی ؤ چې یاده لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې یوازې ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

عرفان احمدزي چې د عبدالرحمان صافي لپاره لوبه کوله نوموړي په توپ وهنه کې ۳۱ او په توپ اچونه کې دوه لوبغاړي وسوځول، چې د غوره لوبغاړي جایزه يې تر لاسه کړه.