ترکیې له افغانستان سره د ۳۳ ټنه خوراکي موادو مرسته   وکړه

ترکیې له افغانستان سره د ۳۳ ټنه خوراکي موادو مرسته وکړه


  • 3 کاله دمخه (03/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1313

ترکیې له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په دوام د ۳۳ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه. 

د ترکیې د سرې میاشتې رئیس کریم کینیک د چین سینهوا خبري اژانس ته پرون ویلي، افغانستان ته د دغه هېواد خوراکي موادو د مرستو کاروان پرون شنبه د پاکستان له لارې افغانستان ته حرکت کړی. 

هغه دغه‌راز ویلي، دغه مرسته چې شااخوا ۱۶ زره افغانانو ته بسنه کوي د هېواد په مختلفو برخو کې به ووېشل شي. 

د نوموړي په وینا، چې اوس‌مهال په افغانستان کې نږدې ۱۸ نیم زره افغان وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه چارواکي همداراز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې تر دې د مخه ترکیې په اګسټ میاشت کې درې ټنه او په تېره سپټمبر میاشت کې څلور ټنه خوراکي مواد په افغانستان کې له ۱،۶۰۰ کورنیو سره مرسته کړې وه.  

ښاغلي کینیک تینګار کړی، چې هېواد به له کومې ستونزې پرته د افغانستان ټولو برخو ته د خوراکي موادو استولو ته دوام ورکړي.