پاکستان له افغانستان سره د ۱۷۴ ټنه خوارکي توکو مرسته وکړه

پاکستان له افغانستان سره د ۱۷۴ ټنه خوارکي توکو مرسته وکړه


  • 2 کاله دمخه (04/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1162

افغانستان سره د پاکستان پاک افغان خېريه بنسټ له لوري د ۱۷۴ ټنه خوارکي توکو مرسته شوې ده. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له‌مخې، چې په دغه مرسته شویو توکو کې وړه، وریجې، بوره او غوړي شامل دي. 

د یاد وزارت مرستیال د مرستو د تسلمۍ پر مهال ویلي، د پاکستان حکومت هلته د مېشت افغان کډوالو ښه پلانه کړې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي، چې لا نورې اسانتياوې ورته برابرې کړي.  

نوموړي همداراز په ننګرهار کې د پاکستان له قونسل څخه غوښتي، چې په تورخم دروازه کې تېريدونکو ناروغانو،  مسافرو او بار وړونکو موټرو ته د تېرېدلو اسانتيا رامنځ‌ته کړي. 

په ننګرهار کې د پاکستان قونسل ویلي، چې پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او دوی به خپلو دغو بشري مرستو ته دوام ورکړي. 

هغه ویلي، چې په تورخم دروازه کې يې د ټولو رامنځ‌ته شویو ستونزه په اړه له پاکستاني مشرانو سره خبرې کړې او په نږدې راتلونکي کې به دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه وي.