طالبان: د دولتي کارکوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې پروسه روانه ده

طالبان: د دولتي کارکوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې پروسه روانه ده


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1333

د طالبانو د چارو ادارې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د دولتي کار کوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې بهیر روان دی.

دغه اداره زیاتوي، چې د تېر حکومت د راپاتې ستونزو څخه یو هم حکومتي کار کوونکو ته د اسد میاشتې د معاشاتو نه ورکړه ده، چې پخوانیو حکومتي چارواکو د نورو بانکي شتمنیو په څېر د کار کوونکو معاشونه هم "اختلاس" کړي دي.     

د طالبانو د چارو د ادارې عمومي رئیس مولوي احمد جان احمدي وایي، د دې ستونزې د حل لپاره د رئیس الوزراء د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ ځانګړی کمیسیون ټاکل شوی، چې د مالیې وزارت، د مخابراتو وزارت، د چارو د ادارې عمومي رئیس، د افغانستان بانک رئیس او د کابل ښاروال هم په کې ګډون درلود. 

باید وویل شي، چې د تېر حکومت ځينو حکومتي کار کوونکو ته د اسد میاشتې معاشونه نه دي ورکړل شوي، چې اوس‌مهال یې د طالبانو له لوري د ورکړې غوښتنه کوي او په وینا یې، چې اوس مهال دوی د واک څښتنان دي؛ نو په‌کار ده، چې هر څه ژر په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.