اکیل رمیش: پاکستان دې له سختو بندیزونو سره مخ شي

اکیل رمیش: پاکستان دې له سختو بندیزونو سره مخ شي


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1097

پاکستان هېواد د هر ډول ترهګرو مرکز دی او نړیوالو ته پکار ده، چې دا هېواد له سختو بندیزونو سره مخ کړي.

د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو شنونکي اکېل رمیش په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې اوس پر پاکستان د بندیزونو وخت را رسېدلی تر څو سیمه او نړۍ د ترهګرو له شتون څخه پاکه شي.

د نوموړي په خبره که پر پاکستان د امریکا له لوري وړاندې بندیزونه لګېدلی وای؛ نو افغانستان کې به جګړې شل کاله دوام نه کاوه.

رمیش په داسې حال کې پر پاکستان د بندیزونو خبره کوي، چې یاد هېواد د ترهګرو ډلو تر ټولو لوی ملاتړی ګڼل کیږي او د نړۍ نږدې ټولې ترهګرې ډلې په یاد هېواد کې پټې دي.

تر دې وړاندې بیا افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکسندر هم ویلي و، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ دی او باید بندیزونه پرې ولګول شي.