د لغمان ولایت امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د ناپېژانده ټوپکوالو له لوري د یو دیني عالم مولوي "نور وهاب" د وژل کېدو خبر ورکړ.
د چارواکو په وینا، چې دا پېښه تېره ورځ ماښام مهال د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهار باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د مالوماتو لهمخې، یاده پېښه د ماښام له لمانځه تر ادا کولو وروسته داسې مهال شوې، چې په نوموړي څو تنو ناپېژاندو وسلهوالو ډزې کړې، چې په پایله کې یې یاد دیني عالم خپل ژوند بایللی دی.
د سیمې خلک وایي، مولوي نور وهاب، چې اصلا داليشنګ ولسوالۍ د "ميل درې" اوسېدونکی و، له تېر څه وخت راهیسې په یادې سیمې د "سرخ ابي" جومات امامت کاوه.
باید یاده شي، چې تر دې دمه د مولوي نور وهاب د وژل کېدو مسؤولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په لغمان کې دا لومړی ځل نهدی، چې دیني عالمان د ناپېژانده وسلهوالو ښکار ګرځي، بلکې تر دې وړاندې هم په کراتو - کراتو دیني عالمان په نښه شوي دي.
بللورته د لغمان امنیتي چارواکي وایي، چې د یادې پېښې په اړه څېړنه کوي او عاملان یې بې سزا نه پرېږدي.