د برېښنا د پورونو ورکولو لپاره د سیاستوالو جایدادونه خرڅوو برېښنا شرکت:

د برېښنا د پورونو ورکولو لپاره د سیاستوالو جایدادونه خرڅوو برېښنا شرکت:


  • 3 کاله دمخه (06/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1132

 

د افغانستان برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د بهرنیو هېوادونو د پورونو ادا کولو لپاره د خپلو پووړو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه خرڅ کړي.

د یاد شرکت سرپرست صفي‌الله احمدزي ویلي، چې برېښنا شرکت د صادرونکو هېوادونو له خوا ۶۲ میلیون ډالره  پوروړی دی او ډېر ژر به په افغانستان کې له پوروړو قرضونه ټول کړي.‎ 

ښاغلي احمدزي زیاته کړې، د برېښنا صادرونکو هېوادونو سره یې د بېلونو په تړاو خبرې کړي او هغوی ورته ډاډ ورکړی دی چې د اوس لپاره به برېښنا نه‌پرې کوي.

تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د افغانستان برېښنا شرکت قرضونه ۹۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي او که پر وخت ادا نه‌کړل شي؛ نو ښايي برېښنا پرې شي.