د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د زورورې زلزلې له کبله شااخوا شل تنه مړي شوي او تر ۳۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې، دغه زلزله د بلوچستان "هرنايي" سیمه کې رامنځته شوې او پاکستاني پوځیان په دې هڅه کې دي، چې په دې سیمه کې بند خلک وژغوري.
د پاکستان حکومت ویلي، چې سیمې ته یې ژغورونکي ډلې رسېدلي او ټپیان به د الوتکې په واسطه کوېټې ته ولېږدوي.
د فرانس پرس اژانس د خبر لهمخې، د یادې زلزلې کچه ۵.۷ رېشتر وه، چې سیمه کې یې د ځاني تلفاتو ترڅنګ سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.