د کمال خان د پرانیستې مراسمو ته یوازې یوه ورځ پاتې وه، موږ د نېمروز په مرکز زرنج کې وو، په امنیتي جلسه کې وویل شول چې ایران لس زره دهقانان له پولې هاخوا برابر کړي او د پرانیستې په ورځ به د افغانستان خاورې ته را اوړي، ټول به په بند یرغل کوي.
دویم پلان دا دی چې د غونډې له پیل سره سم د کمال خان پر بند توغندي راځي.
دا زموږ لپاره هېښوونکي خبر و، د نېمروز امنیتي مسوولینو ویل چې باید مخکې له مخکې اماده واوسو، که وضعیت په همدې ډول وي نو د ولسمشر راتګ ستونزمن دی.
د ولسمشر د ځانګړي ګارډ مرستیال ویل چې زموږ امنیتيان یوازې د بند شا او خوا سیمو امنیت نیولی شي، نور کار د اردو، پولیسو او سرحدي ځواکونو دی.
په همدې ورځ مو تصمیم ونیو چې یو شمېر ځواکونه به سرحدي پولو ته لېږل کیږي او ټولې غونډۍ به د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کیږي.
له کندهار، هلمند او هرات نه حمایوي امنیتي ځواکونه را انتقال شول او ټول ځای پر ځای شول، د احتمالي خطراتو په اړه مو له مشرانو سره معلومات شریک کړل او سهار وختي له زرنجه کمال خان ته ورسېدو.
لا به ولسمشر نه و را رسېدلی چې د ملي امنیت رییس ویل ایران څلور موټر بم را لېږلي او زموږ د معلوماتو له مخې یو یې تر کمال خان را رسېدلی، چې د پرانیستې په پیل کې به انفجار وکړي، ایران پلوي طالبانو هم د جګړې اماده ګي نیولې، یو شمېر مشکوک کسان هم داخل شوي خو موږ یې په لټه کې یو درې مشکوک کسان مو نیولي.
د ملي امنیت دا راپورونه اوس زما لپاره عادي وو ځکه په کابل کې به یې یو ورځ پس راته مکتوب لېږه چې نن دې فلاني ځای کې وژني مګر بیا به ژوندی وم، په لومړیو کې خو مې خوب بیخي ورک شوی و مګر وروسته بیا عادت شوم.
موږ ټول د ولسمشر په راتګ ناخوښ وو، ځکه د مرګ اتیا فیصده خطر یې و او پي پي ایس بار ـ بار ویل چې وضعیت ښه نه دی، مګر ولسمشر زموږ د ټولو اندېښنو په ځواب کې یوازې دا ویل: که مې سر هم ځي کمال خان په خپلو لاسو پرانیزم.
ولسمشر را ورسېد، غونډه پېل شوه زه له دریځ سره ولسمشر ته مخامخ ناست وم د هغه سترګې له اوښکو ډکې وې دا د ډار نه بلکې د خوښۍ اوښکې وې ما د د غونډې اجنډا مې تنظیموله، هره شېبه مې څټ خارښت کاوه چې اوس به توغندی راځي، موټر بم به انفجار کوي او اوس …
مګر د شهید سردار داود خان وروستۍ هیله کمال خان د لسګونو لویو خطراتو ان د ولسمشر د وژلو په تهدید سره پرانیستل شو، د غونډې تر پایه ۲۳ مشکوک افراد نیول شوي وو.