له افغانستانه ۳۰۰ نور کسان دوحې ته انتقال شول

له افغانستانه ۳۰۰ نور کسان دوحې ته انتقال شول


  • 3 کاله دمخه (07/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1127

د قطر هېواد چارواکو ویلي، چې پرون د بهرنیو اتباعو په ګډون ۳۰۰ نور کسان له افغانستانه واېستل شول. 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه رشید اسوشیټد پرس ته ویلي، چې په دې کسانو کې خبریالان، د کرکټ لوبډلې لوبغاړي او د بهرني اتباع شامل وو. 

د اسوشیټد پرس د راپور له‌مخې، چې په دې پرواز کې د افغانانو تر څنګ د جاپان، بلجیم، ایرلنډ، بریټانیا، جرمني، فنلنډ ، فرانسې، ایټالیا، سویډن، کاناډا او څو نورو هیوادونو اتباعو هم شامل وو  چې د کابل د هوایي ډګر له لارې واېستل شول. 

هغې دغه‌راز په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې دغه کسان به په دوحه کې د لنډ ځنډ وروسته نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

دا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د قطر د هوایي شرکت په مرسته د خلکو د انتقال شپږم لوی پرواز دی، چې ترسره کېږي.