د افغانانو راتلونکی به څه ډول وي؟ څه باید وکړو؟

د افغانانو راتلونکی به څه ډول وي؟ څه باید وکړو؟


  • 2 اونۍ دمخه (08/10/2021)
  • آغاملوک سهار
  • 54

انسان د تاریخ په اوږدو کې له درې لویو ستونزو او ننګونو سره مخ وو جنګ، لوږه او وبا. لرغونی مصر، د منځنیو پیړیو اورپا او چين په څو زره کلن تاریخ کي له سختو لوږو او قحطیو سره مخ وو.  لسګونه میلیونه چینایان له لوږې مړه سوو. حتا چين په شلمه پیړۍ کې هم له دی ننګوني سره مخ وو خو مډرني حکومتولۍ، منظم اقتصادی او سیاسي سیسټم، مسلکي او متخصصیو کدرونو په مټ یې نه یوازې د لوږي مخینوی وکړ بلکي د خوړو خوندي چاپیریال یي رامنځته کړ.

له استقلال نه وروسته موږ ډیر ښه پرمختګ پیل کړ، خو له فرصت څخه مو ګټه نده پورته کړي، ډیر زر له خنډ سره مخ سو. دا چې موږ هم د منځني ختیځ د نورو هیوادونو په څیر له صنعتي انقلاب نه ګټه پورته نکړه، بلکې ددي انقلاب د رهبرې او نورو مخکښو غړو پورې مو وابسته ګې درلوده.  د شوروي له یرغل وروسته مو د شلمي پیړۍ له لږ سکون څخه وروسته، وروستۍ برخه په جګړه کې تیرې کړي. کمروزی اقتصادي، نالوستي ټولنه، مذهبی افراطیت او د خلکو ټيت ذهنیت او  نورو ډيرو دلایلو تر څنګ، تر لس ځلي زیات له واک سره په ټول دولتي سیسټم که ادلون بدلون راغي. نو نه یوازې چې د شلمي پیړۍ فرصتونه مو له لاسه ورکړو، بلکې یوویشتمي پیړۍ ته په بد وضعیت کې راغلو.  

 

یوویشتمه پیړۍ کې وړاندوینه ډيره ستونزمنه ده. متاسفانه څومره چې موږ خوشبین یو، هغسي نده. ممکن دا پیړۍ هم افغانانو ته بده پیړۍ وي که هڅه ونه کړي، او ممکن دا ځل بیخي بي فایدي شو او له کاره ولویږو. دلایل یې زیات دي خو زه دلته په لنډ ډول هغو دلایلو ته اشاره کوم چې  احتمال یې زیات دي.  موږ نه پوهیږي یو یا څو لیسزې وروسته به کار او ژوند څنګه وي؟  یوازې دا ویلی سو چې نن سره به یې ډیر زیات متفاوت او پرمختللي  وي، نور نه پوهیږو. اما په شلمه او نوولسمه پیړۍ کې خلک پوهیدو چې څو لسیزی وروسته به کار او ژوند څنګه وي. نو خلک به خپلو اولادونو ته ویل چې درس ولوله، ښوونکی سه، بزګر یا به یې شپانه کړ یا بل مصروفیت او دوی پوهیدو چې وروسته به یا ښوونکي یا شپانه یا بل څوک وی او ښه خبره دا وه چې هغه کس به د ژوند تر پایه په هغه کار کې پاته کیدو. خو اوس دا هرڅه بدلون کړی، که تاسو اوس ښه ډرایور،د هوټل ګارسون یاست نو لس کاله یا ډیر زر، نور موټرونه د مصنوعي ذکاوت په مرسته ټول اټومات کیږي او هیڅ موټرچلوونکي ته اړتیا نسته او رسټورانټ کې به روباټ ستاسو دنده اخلي.  مخکې پنځه بزکران په کرونده کي مصروف وو خو اوس یو ماشین څلور ترې بي دندې کړو.  که تاسو اوس خبریال یاست نو لس کاله وروسته د مصنوعي ذکاوت په مرسته روبوټونه تر تاسو ښه خبرونه وړاندي کوي، له برښتا پرته بل هیڅ مصرف نه لری، نو تاسو دندې له لاسه ورکوي. همداسي کارخونو او نورو ځایونو کې ماشینونه او مصنوعی ذکاوت(AI) د ډیرو خلکو دندې اخلي او راتلوونکي کې دا ننګونې ډیریږي.

اوس انسان هک کیږي هک کیدل یعنی کله چی الګوریتم، سافټویر یا سیسټم تا تر خپل ځان ښه وپيژني، خوی علاقه او اړتیاوي دي تشخیص کړي. اوس ټکنالوجې سره دښمني نه کیږي، باید خپل ځای پکي پیداکړو او پخپله ګټه یي وکاروو.

همداسې هر صنعت کې د مصنوعي ذکاوت او بیوټکالوجي په مرسته دا بدلونونه را روان دي. روباټونه به د میلیونو انسانانو دندې واخلي، تر ۲۰۳۰ م کال پورې به تر سل  میلیونه زیاتې دندې روباټونه مخته وړي، ۳۰ ډوله نوی دندې رامځته کیږي چي اکثریت په ټکالوجي پوري تړلي دي.  ممکن نورې نوي دندي هم وي، خو ستونزه داده چې دا دندې هر څوک نسي کولای، ځکه ډیر لوړ مهارتونه، تخصص، سیسټماتیک تعلیمي سیسټم، ښه اقتصاد،... او د حکومت پراخ ملاتړ به غواړي.

اوس د شل میلیونو افغانانو ورځنی عاید شاوخوا یو ډالر دی، تر اتلس میلیونه زیات بي کاره دي، تر دري میلونه زیات په نشیي توکو معتاد دي. بله خوا د افغان ټولني پوره نیمایې برخه چې ښځې دي،اکثریت یي له کاري اړخه فلج دي چې نه یوازې د کورنۍ اقتصاد یې  فلج کړی او  له ودي یې اچولی بلکي دولت ته هم اوس، هم په راتلوونکي کې لوی چلینج دی.  په یوه پیړۍ کې لس ځلي دولتي سیسټم بدل سوو. ملت جوړونه ونه سوه او ملی بنسټونه وران سو. جکړو، مذهبي او قومی ناندریو د خلک روان وځپل.

د یوونسکو سازمان د شمیرو له مخکي د افغانستان ۴۳٪ وکړي لوستي دي که څه هم د افغانستان په تعلیمی نصاب ډیر کار شوی، د څیړنکو په باور د پاکیستان د ښوونځیو تر نصاب غوره دی. خو بیا هم تعلیمي او تحصلی سیسټمونه د مارکیټ اړتیا نه پوره کوي، باید په هر اړخیز ډول ددي عصر د غوښتنو په اساس اپډيټ شي.

دوه میاشتی مخکې د افغانستان مخکینی نظام(جمهوریت) ړنګ شوو او ورسره یو بل نوی بحران رامنځه شوو. شاوخوا ۱۴۰۰۰۰ کسان د هوایي تخلیي له لاري ووتل چې اکثریت مسلکي او په مهارتونه سمبال وو، لسګونه زره  له سرحدونه ووتل. د نظام تر سقوط مخکي څو لکو کسانو پاسپورټ ته نوم لیکنه کړي وه اوس ممکن څو میلیونه کسان د پاسپورټ غوښتونکي شي دا ټول له هیواد څخه د وتلو په درشل کي دي. افغان امریکايي پوهنتون چې د سیمي په کچه یو پوهنتون وو سقوط وکړ.  د کابل پوهنتون ۲۰۰ استادان بهر ته تللي، تر ۷۰ زیاتو یي استعفاوي ورکړي. د افغانستان نور لوی دولتي او خصوصي پوهنتونونه له ورته برخلیک سره مخ دي که په لنډو کې ووایه متاسفانه د افغانستان د لوړو زده کړو سیسټم د ړنګیدو په حال کې دی. اوس یوازې ۱۷٪ روغتیايي مرکزونه فعال دي،  د افغانستان ځوان بانکي سیسټم د ماتي په درشل کې ده شاوخوا څو میلیونه مشتریان یي نور په بانکونو باور نه لري. رسنۍ چي په تیرو دوه لسیزو کې د څلورمي قوي رول ترسول کول، شاخوا ۱۰۰۰۰ زره کسان پکي په دندو بوخت وو. یو دم لکه د خزانه ونه پاڼې یي تویي سوي. اوس یوازې شاخوا پنځه سوه کسانو پکي بوخت دي چې هغه هم تر فشار لاندې دي ممکن وضعیت تر دي هم بدتر شي.  د ټولو امنیتي ځواک یو دمي سقوط، د ملکي خدمتونو فلج کیدل، ټولي نړۍ سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له منځه تلل، پانګوالو په شا کیدل، د نړوالو مرسته بندیدل او شاخوا  څو میلیونه کسانو چي له دولت، نړیوالو ادارو او خصوصي سکټور کې په دندو بوخت وو یو دمي بی دندي او بی برخلیک کیدل. دا چي طالبان هغه سلګونه زره کسانو ته چي په تیرو شل کلونو کې یي زده کړي، مهارتونه یي زده کړي، تخصص یي کړی، کاري او اقتصادی ځواک دی، دوي ټولو ته د شک په سترګه کتل، له پامه یي غورځولي او په تصمیمونو کې یي نه ګډول په میلیونه افغانان مایوسه کړي او اندیښمن دي.  دا او نور ډیرو مسایلو موږ ټول حیران کړو چې د یو نامعلوم راتلوونکي په لور روان یو.

ډیری خلک اروپا، امریکا او نورو پرمختللو هیوادونو ته مهاجرت د ښه ژوند لپاره حللاره بولي، یوازې امریکا متحده ایالتو کې شاوخوا اته لکه افغانان ژوند کوي. همداسی نورو اروپایي هیوادونو او اسټرلیا ته افغانان تللی دي. اکثریت په لوړو زده کړو او مهارتونو سمبال دي اوس تر بل هر وخت دا هڅه ډیره سوي چې د مغزونو دا تګ هم بله اندیښنه ده.  بلخوا اوس ټوله نړۍ له ځینو بحرانونو سره مخ ده او په پرمختللو هیوادونو کې د مهاجرینو لمړی نسل ته د ژوند شرایط سخت دي، د کار او مهارتونو نشتوالی، لوړ ټکس،په ځینو هیوادونو کې تبعیضی چلند،د مالیکیت نه احساس،لوکلازیشن، کلتوري، مذهبي او نورې ګڼې ستونزې ددي لامل کیږي چې مهاجرینو د لمړی نسل لوی اکثریت ښه ژوند نلري، دوهم نسل هم له ستونزو سره لاس او ګریوان وي خو درییم نسل یي هم د هغه هیواد د مالکیت احساس لری او هم ه وده کولای سي. خو له دي ټولو ستونزو سره سره بیا هم مهاجرت تر لویدلی او یو نواخت ژوند ښه ده او په نړۍ کې د ډیرو بدلونونو لامل سوی.

بله خوا په افغانستان کې د مذهبی افراطیت او ترورزیم لپاره لا پوره زمینه مساعده ده، دا د افغانانو لپاره په دي پیړۍ کې یو بل لوی تهدید دی. ترڅنګ یې د اقلیم بدلون هم غټه ستونزه ده. له جنګ نه وروسته ډیری افغانان په ټرافیکي پیښو کې ژوند له لاسه ورکوي، ممکن له دي زیات خلک له  خرابي هوا او ناسمي عذا نه ژوند له لاسه ورکوي خو هیڅوک دا ستونزې جدي نه نیسي. له ټیکالوجي ناوړه ګټه اخیستنه، خوږو اوبو کمښت هم باید له پامه ونه غورځوو.

 

 زموږ راتلوونکی نسل چې په ۲۰۵۰ م کال کې به ژوند کوي، وړاندوینې دادي چې دا وخت به د نړۍ نفوس لس میلیاردو ته رسیږي، او د افغانستان نفوس شاوخوا ۶۵ میلیونو ته ورسیږي. افغانستان یو ټریلون په ارزښت کانونه او طبیعي زیرمي لري چې ګټی اخیستني لپاره میلیاردنه ډالر پانګه اچوني، ماهره کاری ځواک، قوانینو،ثبات، کلونه کلونه پرله پسي کار او مدیریت ته اړتیا لري. چې په کوردننه یې د را ایستلو امکانات نشته که بهرني کمپنۍ یا بل هیواد دا کار کړي ممکن یوه غوښنه برخه هغه یوسي.

پورته ټولو اړخونو ته په کتو داسي بریښي چي ډیر زر به زموږ په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رانشي او که سم تصمیمونه ونه نیسو ممکن تر دي لا بدتر سي. بله خوا ممکن یوه وړه کتله لویه برخه پانګه، ټکنالوژي او سیاسي واک ځان سره ولري چې بل اړخ ته یوه لویه برخه افغانان به بي دندې حتا اقتصادی، سیاسي ارزښت به لاسه ورکړي. 

د مصنوعي ذکاوت صنعت، بیوټکنالوژي او  ټیکنالوژي د خاصو خلکو او هیوادونه په لاس کې ده. نو له دې راتلونکی ثروت د هغو خاصو هیوادونو  لاس ته ورځي او دا هیوادونه خپل خلک په وخت روزې، سیسټمونه نوي کوي، ممکن هیڅ ستونزه ورته جوړه نسی، او له دي انقلاب نه ښه ګټه هم پورته کوي. خو که موږ یو قوی دولت، لوستي ټولنه، لوړ ذهیت، کارپنځونه... ښه اقتصاد ونه لرو، نو موږ به له سخت بد وضعیت سره مخ سو، چې نه یوازې میلیونه کسان به بي کاره او بې فایدي سي، بلکې سیاسی او اقتصادي ګټي او اعتبار به له لاسه ورکړو.