پاکستان پر نړیوال سټیج د افغانستان استازولي شروع کړې؛ خو تالېبان ترې مننه کوي

پاکستان پر نړیوال سټیج د افغانستان استازولي شروع کړې؛ خو تالېبان ترې مننه کوي


  • 3 کاله دمخه (09/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1078

‏د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې وینډي شرمن تېره شپه د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید باجوه سره کتلي دي.

 که څه هم پاکستاني چارواکو ویلي، چې یاد سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو د تالېبانو په رسمیت پېژندنه، پر افغانستان نړیوال بندیزونو پر لرې کولو، د ترهګري ضد د همکاري پر لارو چارو او سیمه ییز امنیت خبرې شوې؛ خو یو شمېر شنونکي وایي، چې پاکستان هڅه کوي، ترڅو تالېبانو ته رسمیت پیدا کړي؛ نو ځکه یې پر نړیوال سټیج لابي شروع کړې.

یو شمېر د نظر خاوندان بیا په دې برخه کې تالېب لوری ګرم بولي او زیاتوي، چې نور باید دا ډله دیپلوماسي ته مخه کړي او له نړیوالو سره دې خپله خبره خپله وکړي؛ خو تالېبان بیا دا چاره د پاکستان ښه ګاونډیتوب یادوي او په دې برخه کې ورنه مننه کوي.