چین: امریکا افغانستان وران کړی او اوس یې باید جوړ کړي

چین: امریکا افغانستان وران کړی او اوس یې باید جوړ کړي


  • 3 کاله دمخه (09/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1130

امریکا په افغانستان کې شل کلونه جګړه وکړه او یاد هېواد یې تیارو کندو ته ور وغورځاوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاولي جیان ویلي، چې امریکا شل کاله وړاندې افغانستان کې د ترهګري ضد جګړه پیل کړه او د یاد هېواد اقتصاد یې زیانمن کړ، چې اوس افغانان د نړۍ پر سر له فقیرو خلکو څخه دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، اوس امریکا د دې مسؤلیت لري، چې افغانانو سره مرستې وکړي او یواځې یې نړیوالې ټولنې ته پرېنږدي.

هغه پر امریکا دا غږ هم کړی، چې نور دي په خپله خوښه پر یو هېواد د یرغل تېروتنه نه کوي.

باید یاده شي، چې اوس مهال د تالېبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یو پلاوي په مشري قطر ته تللی او هلته به د کابل تر سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره له امریکایي چارواکو سره وګوري.