تر اوږد ځنډ وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل؛ په مهمو مسائلو ټینګار شوی

تر اوږد ځنډ وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل؛ په مهمو مسائلو ټینګار شوی


  • 3 کاله دمخه (10/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1219

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امريکايي استازو او طالبانو د پلاوي تر منځ مذاکرات روان دي، چې ټاکل شوې دوه ورځي به دوام وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي، چې د دغه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی وایي، په ناسته کې د بشري مرستو په دوام او د دوحې تړون په بشپړ عملي کېدا ټینګار شوی دی. 

نوموړي دغه‌راز ویلي، ناسته کې په دې هم ټینګار شوی، چې د افغانستان د فضایي حريم احترام بايد وشي د یو بل په چارو کې به لاسوهنه نه کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به مثبتې اړيکې او متقابل تعامل وي.   

ورته مهال متقي له امریکایي لوري غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خوشې کړای شي او دغه‌راز یې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې دې د "بې‌ثباتۍ" هڅه نه‌کوي ځکه دا د هېچا په ګټه نه دي، په افغانستان کې ثبات، ارامي او له نړۍ سره د افغانستان مثبت تعامل د ټولو په ګټه دی. 

خو په همدې حال کې بیا اامریکايي چارواکي وايي، له طالبانو سره په قطر کې پیلېدونکي مذاکرات په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي. 

ټاکل شوې، چې قطر کې دغه مذاکرات نن یکشنبه هم دوام وکړي.