(ولې ځانمرګي بریدونه او چاودنې بیا پیل شوي دي؟)
د طالبانو ډله په یو ډېر جلا نوم سره د افغانستان سیاست ته ننوتله: د طالبانو تحریک. دې د دوو کلمو جوړ نوم، د طالبانو لپاره ډېر یو کلي هویت جوړاوه چې په هغه کې د مذهبي، سیاسي، قومي، اقتصادي او ټولنیزو برخو یو لړ پراخو ځواکونو د فعالیت او رابرسېره کېدو فرصت پیدا کاوه.
په اردو ژبه کې د تحریک کلمه، په پاړسي کې د "جنبش" (او پښتو کې د غورځنګ) معادله کلمه ده – دا یعنې د پاکستان له آدرسه، عربي اسلامي سنت. د طالب عربي کلمه، د {الف او نون} په پاړسي/پښتو جمع کې، د افغانستان په پښتو او پاړسي ژبو کې رایجې دي او د تحریک نیمه اسلامي-افغاني اړخ بیانوي.
د طالبانو تحریک نوم په واقعیت کې دومره بربنډه اسلامي، پاکستاني، او افغاني و چې اړتیا یې ونه مونده د نورو حرکتونو او سیاسي احزابو غوندې کوم روستاړی ورپسې وتړي، لکه د پاکستان په مشرۍ د افغانستان د مسلمان طالبانو تحریک.
بل دا چې طالبانو تر اوسه ځان ته سازمان، ګوند، او ډله نده ویلې او په عمل کې هم تر ننه پورې د ګوند، سازمان، او تنظیم په بڼه نه بلکې د یو تحریک په بڼه یې عمل کړی دی چې په هغه کې مختلفې ډلې، احزاب، او سازمانونه، له خلقیانو نه نیولې تر حقاني شبکه، القاعده، داعش، او د قاچاق او سړي تښتونې وړو او لویې شبکې ځای شوي دي.
طالبان اوس هم د یو داسې حرکت په شان دي چې له تناقضاتو او تنوع ډک دی: سختدریځه لاییک (غیرمذهبي) قومپالان، سنتي حنفي مذهبیان، سختدریځه سلفیان، د مخدره توکو د قاچاق شبکې، د قراردادي ترهګرو شبکې چې حاضرې دي د خپلو شبکو د ګټو خوندي کولو دپاره له ایران، پاکستان، روسیې، قطر، امریکا، ترکیې، چین، برتانیې او نورو سره د اړتیا له مخې معامله وکړي.
د دې ډلې مشران په دې پوه دي چې د تحریک شبکه پاته کېدل او تشکیلاتي بڼه نه خپلول، څه ګټې لري، نو له دې امله د کومې مرامنامې، اساسنامې، منشور یا اساسي قانون جوړولو دپاره یې هېڅ راز هڅه نده کړې، بلکې په اصولو کې یې په عمومیاتو ټینګار او په فروع کې سختګیرۍ سره یې ډلې کې دننه کسانو ته د تعامل زمینه برابره کړې ده. دې تحریکي او شبکه یي جوړښت، طالبانو ته په جنګ (وخت) کې ډېر د انعطاف منلو/زغم امکان او په سولې (وخت) کې ډېر د پاشل کېدو/افتراق امکان برابر کړی دی.
تحریک د آمېب د یوې ژونکې/حجرې په شان په آسانۍ کولای شي له هر اړخه یوه څانګه راوباسي، یوه ترهګره ډله وزېږوي، او د پانډورا صندوق په څېر کولای شي د یو پاشلي او له فیوډالېزم نه د تېرېدو په درد کړېدلي هېواد هر ډول سیاسي، ټولنیز او اقتصادي مصیبتونه او ناروغۍ په ځان کې ولري.
همدا وجه ده چې په کابل کې ناست د ډکټورا سند لرونکی یو نېکټایي داره سړی، د باغران یو پنج کتاب خوانه سنتي ملا، د حقاني مدرسې یو مکتبي مولوي، او د نیمروز یو قاچاقبر کولای شي ټول طالبان اوسي.
په جګړه کې د طالبانو آمېب خصلته انعطاف د دې لامل کیږي چې د دې ډلې پاشلې ډلګۍ د کوم نوم لیکنې، کارت اخېستنې، قسم یادونې او یا عقیدتي زده کړو پرته، د طالب کېدو دپاره تور و سپین بېرغونه اوچت کړي، لنګۍ وتړي، ږيره و وېښتان اوږده پرېږدي او د عشر غوښتنه وکړي. هغو په مالي او عملیاتي برخو کې ډېره زیاته خپلواکي لري، او دا چې اصلي کردار یې تخریب او ټکول دي، نو دا احتمال قریب صفر دی چې هغوی دې د بدچلند، غبن او فساد په دلیل مواخذه شي، او په پایله کې، د جګړې پر مهال د تحریک دننه سازماني او یا تشکیلاتي شخړې ډېرې کمې دي.
په تېرو شلو کلونو کې دا ډله تر ډېره بریده، د سیاسي-ترهګریزو او همدا راز اقتصادي، اخاذي، زورګیره کولو او پېسې ټولولو غوندې تورو کارونو دپاره د یو چتر په څېر عمل کړی او همدا د ډالر، تریاکو، کلدارو، او عشر خواږه دي چې د مچانو د ګڼې ګوڼې په شان یې د تحریک د ودې زمینه برابره کړې ده، نه دا چې تحریک دې په سازماندهۍ، تشکیلاتو، زده کړو، انضباط او یا آیډیالوژۍ غټ شوی وي.
طالبانو د خپل امارت په لنډه اوله موده کې هم د سولې فرصت ونه موند او د ودانولو، ادارې او ډیپلوماسۍ له چلېنجونو سره مخ نشول، بلکې د ورانولو، وژلو، زورګیره کولو او ځورونو په لوبو بوخت و، او له دې امله پخپله دننه ډله کې یې جدي تفرقه ونه لیدله. دا جوړښت د افغانستان له وضعیت سره چې قبیلوي او جغرافیایي پاشنه/تشتت په کې دی، جوړ راغلی دی. خو وروسته له دې به پخپله د طالبانو د ښکرورو څانګو کنټرول سخته خبره وي. متفرقه تحریک که وغواړي یو مرکزي حکومت جوړ کړي چې په کې اخاذي، قاچاق، ترهګري او ځورول کم شي، خپل ځان کې دننه به له غبرګون سره مخ شي.
که کابل مېشتي طالبان وغواړي چې د یو داسې باثباته دولت د جوړېدو هڅې وکړي چې په هغه کې لاره وي، ښوونځی وي، آرامي وي، انفجار او شیعه سره دښمني په کې نه وي، تاجک وژنه او ځانمرګي په کې نه وي، پښتون وژنه او مدنیت سره دښمني په کې نه وي، دا په واقعیت کې خپل ځان نفیه کوي. د خپل ځان نفي کول، له ځانه سره نوي تضادونه راوړي او کړکېچ پیدا کوي.
که تحریک د خپلو فرعي څانګو، ځایي قوماندانانو او اثررسوخ لرونکو کسانو د عمل خپلواکي له خطر سره مخامخ کړي، پخپله دننه له بغاوت سره مخ کیږي او سره پاشل کیږي. هغه وخت به بیا داسې طالبي امارت ولرو چې له خپلو ترهګرو، قاچاق وړونکو، اختطاف چیانو، او عشر ټولوونکو سره به په جنګ وي. هغه به د دې پرې کړی سر په سړک ږدي، او دا به د هغه په مجلس کې چاودنې کوي. د سرونو د پرې کولو، چاودنو، او ځانمرګو بریدونو له سره پېلېدل، د طالب او ناطالب داعش یا پردي ترهګر ترمنځ جګړه نده، بلکې د طالب له بدنه د نویو آمیبي څانګو راوتل دي او تحریک له خپلو بلاګانو سره په شخړه کې ښکېل کیږي.