وال سټریټ ژورنال: افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي

وال سټریټ ژورنال: افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي


  • 3 کاله دمخه (11/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1100

وال سټریټ ژورنال په یو مطلب کې د افغانستان اوسني وضیعت ته کتنه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له بې مخینې وچکالۍ سره مخ دی او د همدي وچکالي له کبله یو ستر بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی.

مطلب کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان د بندونو اوبه په بې ساري  ډول ښکته شوي او دا هېواد له یوې سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د ژورنال په باور که نړیوالې مرستندویه ادارې له افغانستان سره مرسته ونه کړي؛ نو ښایي خلک به د ژوند سختو ورځو سره لاس او ګریوان شي.

 

وال سټریټ ژورنال وروسته له هغې یاد مطلب خپروي، چې اوس مهال په هېواد کې د خلکو اقتصادي وضیعت خراب شوی او ان په ځینو سیمو کې خلکو خپل اولادونه هم د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړي وو.