جان بولټن: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له شرمه ډک کار و

جان بولټن: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له شرمه ډک کار و


  • 3 کاله دمخه (11/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1419

پخواني امریکایي چارواکي وایي اوسنی امریکایي حکومت باید د افغانستان په اړه اندېښنه ولري. د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دې هېل نشریه ته په یوه لیکلې مقاله کې له افغانستان وتل ناکامه پرېکړه او د وتلو بڼه له شرمه ډکه بللې ده.

هغه په دې مقاله کې د بایډن پر حکومت او د تېرو ولسمشرانو پر اداره هم نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه یې واضح دریځ نه درلود او د میلیاردونو ډالرو لګښت تر څنګ یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ افغانستان پرېښود خو افغانستان به امریکا او د دوی متحدین پرې نه ږدي او دغه راز یې خبرداری ورکړیو چې ښایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي.

باید یاده شي، چې بولټن د امریکا د ملي امنیت داسې سلاکار و، چې تل یې حکومتونو ته د جګړو مشوره ورکوله، په افغانستان کې د جګړې د دوام او له ایران سره د نوې جګړې د پيلولو ملاتړی هم و.