آلمان: اسلامي‌ام‌ارت سره خپل تعامل او اړیکې جاري ساتو

آلمان: اسلامي‌ام‌ارت سره خپل تعامل او اړیکې جاري ساتو


  • 3 کاله دمخه (11/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1407

آلمان وایي، افغانستان سره خپلو بشري مرستو او اړیکو ته دوام ورکوي.         

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د المان خاص استازي جاسپر ویک او سفیر ماکوس پوتزیل سره کتلي دي. 

په لیدنه کې د آلمان ځانګړي استازي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان د سره د بشري مرستو او دې هېواد سره د خپلو اړیکو او تعامل د دوام غوښتونکی دی. 

متقي د دوی د بشري مرستو هر کلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي‌ا‌م‌ارت له نورو هېوادونو سره د مثبت او ښه تعامل غوښتونکی دی. 

هغه دغه‌راز د دې لیدنې پر مهال ډاډ څرګند کړی، چې د بشري مرستو کار کوونکو او دیپلوماتانو امنیت ته ژمن دي؛ ترڅو خپلې چارې په خوندي ډول مخته یوسي.

باید وویل شي، چې امیر خان متقي او ورسره مل پلاوي لا هم په دوحه کې دي او ښایي د نورو هېوادونو له استازو سره هم لیده کاته ولري.