متقي: لومړی ځل دی، چې هېواد کې د حکومت پلویان او مخالفین یو ځای ژوند کوي

متقي: لومړی ځل دی، چې هېواد کې د حکومت پلویان او مخالفین یو ځای ژوند کوي


  • 3 کاله دمخه (11/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1301

د ا.ا.ا ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په دوحه کې د شخړو او بشري څېړنو مرکز کې کې د وینا پر مهال وویل، دا لومړی ځل دی، چې د حکومت پلویان او مخالفین ټول په هېواد کې یو ځای ژوند کوي او هغوی ته هېڅ‌راز خطر متوجه نه‌دی. 

امیرخان متقي وایي، د جګړې او فشارونو فصل پای ته رسېدلی، نوی فصل نوې غوښتنې لري او په خبره یې، چې افغانستان نه غواړي په بهرنیو منازعو کې دخیل وي. 

هغه دغه‌راز زیاته کړه، افغانستان غواړي، چې د اسلامي نړۍ له دولتونو سره نږدې او مثبتې اړیکي ولري او ‏په یوه متوازن بهرني سیاست باور لري. 

د نوموړي په خبره، چې «مونږ پخواني کار کوونکي له کاره نه دي لرې کړي او له وړتیاوو یې ګټه اخلو او نوی حکومت نه غواړي چې ولس یې د اروپا مهاجرت ته تشویق او مجبور شي.» 

ښاغلي متقي ورته مهال څرګنده کړه، چې د تېر حکومت پنځه لکه کار کوونکي اوس هم په خپلو دندو بوخت دي. 

د امیر خان متقي په باور، که د تېر نظام امنیتي ځواکونه له ور سره مخالفت ونه‌کړي؛ نو د دوی له استعدادونو به په راتلوونکي کې کار واخیستل شي.