جي-۲۰ هېوادونه د افغانستان په تړاو غونډه کوي

جي-۲۰ هېوادونه د افغانستان په تړاو غونډه کوي


  • 2 کاله دمخه (12/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1042

جي-۲۰ هېوادونه د افغانستان په تړاو غونډه کوي

دا ځانګړې سرمشریزه د هغه ناورین د ځوابولو لپاره را بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې سږ کال د ‘جي-۲۰’هېوادونو د غونډې مشري کوي ویلي، چې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپلې ګډې موخې وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، چې د غونډې له پیلېدو مخکې ، هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

تمه کېږي چې د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو په مشرانو سربیره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.