نابللي مېلمانه؛ ایران له افغان کډوالو وغوښتل، چې په خپل هېواد کې پاتې شي

نابللي مېلمانه؛ ایران له افغان کډوالو وغوښتل، چې په خپل هېواد کې پاتې شي


  • 2 کاله دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1313

ایران وایي، افغان کډوال دې یاد هېواد ته له ورتګ ډډه وکړي، ځکه چې ایراني ځواکونه یې بېرته خپل هېواد ته ور ستنوي.  

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد احمدي وایي، افغان کډوال په طبیعي ډول د ایران پولې ته ورځي؛ خو په خبره یې، چې ایراني ځواکونه د دوی بېرته ستنېدو لپاره بشپړ چمتو والی لري. 

هغه دغه‌راز له افغان کډوالو غوښتي، چې په خپل هېواد کې دې پاتې شي، ځکه چې د ایران له لوري دوی ته د ښه راغلاست ویلو احتمال کم دی.  

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم د ترکیې یونان او پاکستان چارواکو خبرداری ورکړی وو، چې افغان کډوال دې دې هېوادونو ته نه ورځي او په وینا یې، چې دوی نورو کډوالو ته پناه نه‌شي ورکولای.