د هند د بارچالانۍ شرکت له افغانستانه سوداګریز توکي  وځنډول

د هند د بارچالانۍ شرکت له افغانستانه سوداګریز توکي وځنډول


  • 2 کاله دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1015

د هند تر ټولو لوی سوداګریز شرکت له افغانستان، ایران او پاکستان سره خپل واردات او صادرات ځنډولي دي. 

د هند د بندرونو تر ټولو لوی د بارچالانۍ شرکت مسؤولینو  ویلي، چې له راتلونکې میاشتې وروسته له افغانستان، پاکستان او ایران سره د کانتینرونو محمولو صادارت او واردات بندوي.

دې شرکت د یادې پرېکړې لامل په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو هندي شرکت دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې تېره میاشت د هندوستان د ګجرات ایالت په موندرا بندر کې شاوخوا درې ټنه مخدره مواد د هندي چارواکو له لوري ونیول شول.