د آلمان لوړ رتبه چارواکې: لا چمتو نه یو، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو

د آلمان لوړ رتبه چارواکې: لا چمتو نه یو، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو


  • 3 کاله دمخه (13/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1122

د آلمان لومړۍ وزیره انګلا مرکل وایي، هېواد یې لا دې ته چمتو نه‌دی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.  

آغلې مرکل دغه‌راز د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي شل ډلې رهبرانو ته تر وینا وروسته په یوه کنفرانس کې ویلي، تر هغو چې دغې ډلې په خپل حکومت کې د ټولشمولۍ معیارونه پوره کړي نه وي؛ نو حکومت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي. 

د نوموړې په باور، طالبان باید ټولو قشرونو ته په خپل حکومت کې ځای ورکړي، بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونه ته بشپړ درناوی وکړي او که داسې ونه‌کړي؛ نو د رسمیت پېژندلو مسئله پر خپل ځای ده. 

ورته مهال مېرمن مرکل له افغانستان سره د آلمان له لوري د ۶۰۰ میلیون یورو مرستې اعلان هم کړی دی؛ خو په خبره یې، چې دا مرستې به بشرپاله وي او طالبانو پورې هېڅ‌راز اړه نه‌لري. 

باید یاده شي، چې تردې مخکې د قطر یوه چارواکي هم ویلي و چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل ورته لومړیتوب نه دی. 

هغه زیاته کړې وه، چې لومړیتوب په افغانستان کې روان بشري وضعیت، تعلیم او له دغه هېواده په ازادانه ډول د سفرکوونکو د تګ راتګ موضوع ده.