ترکیې ته کډوالو احتمالي څپه؛ اردوغان: ترکیه د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره نه‌شي مخامخ کېدای

ترکیې ته کډوالو احتمالي څپه؛ اردوغان: ترکیه د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره نه‌شي مخامخ کېدای


  • 2 کاله دمخه (13/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1021

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد به یې ونه شي کولای، چې د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره مخامخ شي. 

ښاغلي اردوغان د افغانستان په اړه د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې وضعیت ته په کتو ښايي له افغانستان کډوالي ډېره شي، چې پر اروپايي هېوادونو به هم اغېزه ولري. 

هغه د خبرو په دوام ټینګار کړی، چې د جي۲۰ ډله باید طالبانو ته د همه‌شموله حکومت لارښوونه وکړي او په وینا یې، چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ خطر اوس هم په خپل حال دی. 

ترکیه، چې اوس‌مهال په نړۍ کې تر ټولو د ډېر شمېر کډوالو کوربنه ده، پر خپلو پولو امنيتي تدبيرونه زيات کړي او خبرداری يې ورکړی، چې نور افغان کډوال او پناه غوښتوونکي نه‌شي منلی. 

هاخوا بیا د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له افغان کډوالو غوښتنه کړې، چې د ایران پولې ته دې نه ورځي او په خپل هېواد کې دې پاتې شي. 

ښاغلي وحیدي همداشان ویلي، هغه افغانان چې د ایران له پولې واوړي بېرته به د امنیتي ځواکونو له خوا افغانستان ته ولېږدول شي. 

وروسته تر هغه، چې طالبانو د افغانستان بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست، ورسره سم ایران ته د افغان کډوالو په ورتګ کې زیاتوالی راغلی او یو شمېر افغانان هڅه کوي، چې د ایران له لارې ځانونه ترکیې او بیا اورپايي هېوادونو ته ورسوي.