نارویه: افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو

نارویه: افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو


  • 2 کاله دمخه (13/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1209

ناروې ویلي، چې دوی له افغانستان سره خپلې بشردوستانه  مرستې دوامداره ساتي. 

 د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر خیرالله خیر خواه تېره ورځ، په دوحه کې د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر لینډ من سره کتلي دي.  

دواړو لورو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. 

د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بشردوستانه مرستو او نورو اړوندو مسائلو خبرې شوې دي. 

ناروې په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې دوی تل افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې او اوس هم هڅه کوي خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

سفیر ټینګار کړی، چې د نجونو زده کړو ته دې اجازه ورکړل شي او د افغانستان تعلیمي سیستم باید بېرته منظم شي. 

د ناروې هېواد یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې په تېر کې یې هم په افغانستان کې په بېلو برخو کې مرستې کړې او هڅه کوي، چې د طالبانو له حکومت سره هم مرستې وکړي.