پوتین: عراق او سوریه کې فعالې جنګېدونکې ډلې افغانستان ته په اوښتو دي

پوتین: عراق او سوریه کې فعالې جنګېدونکې ډلې افغانستان ته په اوښتو دي


  • 2 کاله دمخه (14/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 988

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې مداخله وکړه او دلته یې یو ناورین او تراژیدي رامنځ ته کړل.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال په عراق او سوریه کې جنګېدونکي ترهګر افغانستان ته په اوښتو دي، چې دا چاره به افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي.

هغه د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتی مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې خپل تدابیر تر بل هر وخت شدید کړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

 

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې روسیې د افغانستان په اړه د مسکو ناستې تر پای ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو ته له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د یوې بلې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی دی.

لاوروف په قزاقستان کې یوې خبرې ناستې ته ویلي چې تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د مسکو تازه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو هیله یې ښودلې ده چې ملګري ملتونه ورته مثبت ځواب ووایي.