تالېبان د مسکو په ناسته کې ګډون کوي

تالېبان د مسکو په ناسته کې ګډون کوي


  • 3 کاله دمخه (16/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1105

د روسیي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبانو تایید کړه چې د مسکو د راتلونکې اوونۍ ناسته کې ګډون کوي. 

د سرچینو په باور کابلوف دا هم ویلي چې طا لبانو لا د خپل پلاوي غړي نه دي اعلان کړي. 

تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې وه چې طا لبان راتلونکې چهارشنبه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د طا لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لا تر اوسه د دې غونډې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. مسکو تېره مارچ میاشت هم د افغانستان په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه وو چې په کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

باید یاده شي، چې د تالېبانو لوړ پوړو چارواکو د رسمیت پېژندنې لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.